په نوي ډهلي کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوی سفارت د اقتصادي او تجارتي څانګو د هڅو په نتیجه کې، په دی وروستيو کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت یو ګډ د تفاهم یادداشت د هندوستان هیواد له نهو لویو روغتونونو هر یو Artimis، Asian، Dharamshila، BLK Super Specialty، Indian Spinal Injuries Center، Jaypee Hospital، Madanta the Medcity، اوHospital  Primus سره په دې سفارت کې امضا کړ.

د دې یاد داشت پر بنسټ، ټول نوموړي روغتونونه ژمن دي څو افغان ناروغانو ته لاندي خدمات وړاندې کړي:

  • 1- د نړیوالو نورمونو پر بنسټ افغان ناروغانو ته د خدماتو عرضه کول
  • 2- ټولو هغو افغان ناروغانو ته چې د علاج په خاطر نوموړو روغتونو ته مراجعه کوي باید خاصه پاملرنه وشي
  • 3- له ټولو افغاني ناروغانو سره باید د هندي ناروغانو په شان چلند وشي او نباید له هغوی څخه د نړیواله ناروغانو په شان د ‌ډیرو پیسو غوشتنه و شي.
  • 4- نوموړي روغتونونه اړ دي څو د افغان ناروغانو لپاره ژباړندویان/ ترجمانان و ګوماري
  • 5- هغه نا مسئوله کسان چې د ترجمان او یا لارښود په نوم افغان ناروغان د معالجې په خاطر روغتونو ته بیایی، نباید د کمیشن په نوم هغوی ته د افغانی ناروغانو له پیسو څخه یو مقدار پیسی ورکړل شي.
  • 6- ټولو ناروغانو ته باید تر عملیات څخه د مخه د عملیات د شو او بدو عواقبو په اړه معلومات ورکړل شي
  • 7- ناروغ او یا د هغه پایواز ته باید د روغتون له خوا له عملیات څخه د مخه د عملیات د پوره لګښت په اړه معلومات ورکړل شي
  • 8- د تقلب او یا غلط او اضافي لګښتونو سره د مخامخ کېدلو په صورت کې ناروغ او یا د هغه پایواز حق لري څو خپله ستونزه د روغتون مسئولینو ته ورسوي
  • 9- د ناروغ او روغتون تر منځ د تر مخه نیول شوي اړیکو په صورت کي، روغتونونه افغان ناروغانو ته له میدان څخه تر روغتونه او د علاج په پای کې د هغوی د بیرته رسولو په موخه، مسؤولیت لري څو ناروغانو ته ترانسپورتي خدمات وړاندي کړي.
  • 10- د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مسؤولیت لري څو یوه کمېټه چې په هغه کې د افغانستان د دولتي او خصوصي روغتونونو یو شمېر ډاکټران غړیتوب ولري منځ ته راوړي څو دغه کمیټه د افغان ناروغانو اسناد د معالجی د لګشت او نورو معلوماتو په خاطر نوموړو روغتونونو ته واستوی. وروسته له دي چي هندي روغتونونه د افغان ناروغانو د معالجې د لګشت په اړه واستوي، بیا افغان ناروغان کولای شي چې د خپلې معالجې په اړه خپل تصمیم ونیسي
  • 11- همدا رنګه د افغانستان د عامې روغتیا وزارت به یو ځانګړی وبسایت جوړ کړي چې په هغه کې به د ټولو روغتونونو په اړوند پوره معلومات موجود وي
  • 12- د افغان ناروغانو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د وړاندې کولو په موخه د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري څو د کابل او نوي ډهلي په هوایي میدانونو کې د مرستې مشخصه غرفې جوړې کړي

نوټ: پورتنې موارد له ۱ تر 8 څخه د نوموړو روغتونونو له خوا د اجرا وړ دي او له ۹ تر ۱۲ موارد به د عامې روغتیا د وزارت او یاد شوو روغتونونو له خوا د یو میکانیزم تر جوړېدو وروسته د تطبیق وړ وګرځي.

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn