په نوي ډيلي کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوی سفارت خبر ورکوي چې د دې سفارت وېب پاڼې له www.afghanembassy.in څخه www.newdelhi.mfa.af  ته بدلون موندلی دی.

د افغانستان سفارت نوې وېپ پانه د دې سیاسي نمایندګۍ د فعالیتونو سربېره، د افغانستان د اسلامي جمهوري حکومت په اړه اړین مالومات او د مراجعینو لپاره دې سفارت د خدمتونو اړوند لارښوونې هم رانغاړي.

د یادونې وړ ده چې د سفارت پخوانۍ وېب پاڼه یواځې په انګرېزۍ ژبه وه، خو په نوې وېب پانه کې د انګرېزۍ ژبې سره سره، پښتو او دري ژبې هم د لاس رسي وړ دي.

لکه څنګه چې لیدل کېږي په هند کې یو شمېر ښوونیز/تحصلیلي مرکزونه د انلاین زده کړو اسناد اعطا کوي. دا په داسې حال کې دي چې د هند د (University Grants Commission) ادارې لوایحو او قوانینو ته په پام سره د نوموړې ادارې له لوري د دې مرکزونو تحصیلي اسناد د اعتبار او ارزښت وړ ندي.

له دې امله ټولو افغان محصلینو او ځوانانو ته رسول کېږي تر څو په دې اړه خبر اوسي.

خبرتیا

۱ وری ۱۳۹۵

ټولو هغو ګرانو افغان محصلینو ته چې اوس مهال د ممبییِ او حیدرآباد سر بیره د هند په مختلفو ایالتونو کې په هره بڼه (Regular, Open, Distance and Online) زده کړو بوخت دي او یا هغه افغان محصلین چې په راتلونکې کې به د افغانستان د دولت، ICCR، ICAR او د نورو دولتونو او سازمانونو د بورسونو له لارې او یا هم په شخصي لګښت په هندوستان کې خپلې زده کړې تر سره کړي، خبر ورکول کیږي چې خپل ځانونه په هند کې د افغان محصلینو په انټرنیټي پاڼه کې چې په نوي ډهلي کې د افغانستان اسلامی جمهوریت د لوی سفارت له خوا جوړه شوې ده، ثبت او راجستر کړي څو په هندوستان کې د افغان محصلینو اړوندو چارو ته پر وخت او ښه ډول سره رسیدنه وشي .

 په هند کې د افغان محصلینو انټرنیټی پاڼی پته ده: http://edu.afghanembassy.in

 یادونه: د یادولو وړ ده چې لدی وروسته په نوی دهلی کې افغان سفارت د محصلینو لپاره خپل ټول خدمات د هغی کوډ پر بنسټ وړاندی کوی کوم چې د محصلینو انټرنیټی پاڼی کې د ثبت څخه وروسته هر محصل ته ځانګړی او د هغوی بریښنالیک ته استول کیږی. نو د ټولو قدرمنو محصلینو څخه هیله کیږی چې تر راتلونکو یوی میاشتی پوری ثبت نام تر سره او ځانګړی کوډ تر لاسه کړی.

 په درنښت

د سفارت تحصیلی او فرهنګی څانګه

په نوي ډهلي کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوی سفارت د اقتصادي او تجارتي څانګو د هڅو په نتیجه کې، په دی وروستيو کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت یو ګډ د تفاهم یادداشت د هندوستان هیواد له نهو لویو روغتونونو هر یو Artimis، Asian، Dharamshila، BLK Super Specialty، Indian Spinal Injuries Center، Jaypee Hospital، Madanta the Medcity، اوHospital  Primus سره په دې سفارت کې امضا کړ.

د دې یاد داشت پر بنسټ، ټول نوموړي روغتونونه ژمن دي څو افغان ناروغانو ته لاندي خدمات وړاندې کړي:

  • 1- د نړیوالو نورمونو پر بنسټ افغان ناروغانو ته د خدماتو عرضه کول
  • 2- ټولو هغو افغان ناروغانو ته چې د علاج په خاطر نوموړو روغتونو ته مراجعه کوي باید خاصه پاملرنه وشي
  • 3- له ټولو افغاني ناروغانو سره باید د هندي ناروغانو په شان چلند وشي او نباید له هغوی څخه د نړیواله ناروغانو په شان د ‌ډیرو پیسو غوشتنه و شي.
  • 4- نوموړي روغتونونه اړ دي څو د افغان ناروغانو لپاره ژباړندویان/ ترجمانان و ګوماري
  • 5- هغه نا مسئوله کسان چې د ترجمان او یا لارښود په نوم افغان ناروغان د معالجې په خاطر روغتونو ته بیایی، نباید د کمیشن په نوم هغوی ته د افغانی ناروغانو له پیسو څخه یو مقدار پیسی ورکړل شي.
  • 6- ټولو ناروغانو ته باید تر عملیات څخه د مخه د عملیات د شو او بدو عواقبو په اړه معلومات ورکړل شي
  • 7- ناروغ او یا د هغه پایواز ته باید د روغتون له خوا له عملیات څخه د مخه د عملیات د پوره لګښت په اړه معلومات ورکړل شي
  • 8- د تقلب او یا غلط او اضافي لګښتونو سره د مخامخ کېدلو په صورت کې ناروغ او یا د هغه پایواز حق لري څو خپله ستونزه د روغتون مسئولینو ته ورسوي
  • 9- د ناروغ او روغتون تر منځ د تر مخه نیول شوي اړیکو په صورت کي، روغتونونه افغان ناروغانو ته له میدان څخه تر روغتونه او د علاج په پای کې د هغوی د بیرته رسولو په موخه، مسؤولیت لري څو ناروغانو ته ترانسپورتي خدمات وړاندي کړي.
  • 10- د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مسؤولیت لري څو یوه کمېټه چې په هغه کې د افغانستان د دولتي او خصوصي روغتونونو یو شمېر ډاکټران غړیتوب ولري منځ ته راوړي څو دغه کمیټه د افغان ناروغانو اسناد د معالجی د لګشت او نورو معلوماتو په خاطر نوموړو روغتونونو ته واستوی. وروسته له دي چي هندي روغتونونه د افغان ناروغانو د معالجې د لګشت په اړه واستوي، بیا افغان ناروغان کولای شي چې د خپلې معالجې په اړه خپل تصمیم ونیسي
  • 11- همدا رنګه د افغانستان د عامې روغتیا وزارت به یو ځانګړی وبسایت جوړ کړي چې په هغه کې به د ټولو روغتونونو په اړوند پوره معلومات موجود وي
  • 12- د افغان ناروغانو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د وړاندې کولو په موخه د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري څو د کابل او نوي ډهلي په هوایي میدانونو کې د مرستې مشخصه غرفې جوړې کړي

نوټ: پورتنې موارد له ۱ تر 8 څخه د نوموړو روغتونونو له خوا د اجرا وړ دي او له ۹ تر ۱۲ موارد به د عامې روغتیا د وزارت او یاد شوو روغتونونو له خوا د یو میکانیزم تر جوړېدو وروسته د تطبیق وړ وګرځي.

خبرتیا

په هند کي میشتو ټولو درنو محصلینو ته خبر ورکول کیږي چی د هغی غوښتنی پر بنسټ چی تاسو د افغانستان د اسلامی جمهوریت له جلالتمآب ولسمشر څخه د لیدنی پر مهال درلوده او په هند کی د افغانستان اسلامی جمهوریت د سفارت د هلو ځلو له امله د بهرنیو چارو وزارت لخوا د هند په شمول په بهر ملکونو کې افغان محصلینو ته د تصدیق په فیس کې د تخفیف طرح د افغانستان اسلامی جمهویت کابینی ته وړاندی شوی وه چې دغه طرحه د کابینی لخوا په ۱۷ ګڼه ۲۱/۵/ ۱۳۹۴ نیـټه مؤصبی په ذریعه تصویب شوه چې له نیکمرغه لدی وروسته به د تحصیلی اسنادو د تصدیق فیس له لسو نه پنځو دالرو ته را ټیټ او د تطبیق وړ ده.