د ډيلي شپږم نړیوال فلم فسټیوال چې د روان کال د دسمبر میاشتې په ۴مه نېټه په نوي ډيلي کې پرانیستل شوی وو تېره ورځ، د روان کال د ډسامبر میاشتې په ۹مه نېټه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پای ته ورسیدو.

په دې فیستیوال کې د افغانستان، سریلانکا، مصر، مراکش، اردن او عمان فلم جوړونکو، ډایرکټرانو، لیکوالانو او هنرمندانو ونډه اخیستې وه.

یادو مراسمو کې په نوي ډیلی کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي او ددې سفارت کلتوري اتشه اجمل عالم زي هم برخه اخیستې وه.

په نوي ډیلي کې د نړۍ د نورو اسلامي هېوادونو په څېر د اسلام د ستر پیغمبر، حضرت محمد (ص) د زوکړې ورځ د روان کال د دسامبر میاشتې په دریمه نېټه د افغانانو له خوا د پاک قرآن په ختمونو او خیراتونو ولمانځل شوه.

په دې مراسمو کې په نوي ډیلي کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي او د دې سفارت یو شمېر ډیپلوماتانو او کارکوونکو هم ګډون کړی وو.

ډاکټر ابدالي ونډه والو ته د خپلې وینا په ترڅ کې وویل: "د دې ورځې پیغام بشریت ته د اصلاح پیغام دی". د افغانستان سفیر همداراز زیاته کړه چې ښايي علما په دې ورځ باندې له خپلو منبرونو څخه خلکو ته د سولې، ورورولۍ او یوالي پیغام ولېږدوي، کوم چې د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) د لومړیو او اصلي موخو څخه وو.

محمد صلی الله عليه وسلم د ۵۷۱ ميلادي کال د ربيع الاول مياشتې په ۱۲ نېټه نړۍ ته سترګې پرانيستي. مولود شريف ورځ هر کال په ټوله اسلامي نړۍ کې د ځانګړو مراسمو، خیراتونو او د قران پاک ختمونو په کولو سره لمانځل کېږي

د افغانستان-هند فرهنګي اونۍ دریمه ورځ د محصلینو مشترکو خپرونو او فلکلور موزیک او نڅاوو مشترک پروګرامونو له لارې د دسمبر میاشتې په لومړۍ نېټه د فرهنګي اړیکو لپاره د هند شورا (ICCR) له خوا ولمانځل شوه.

په دې لمانځنې په لړ کې د افغانستان موزیک ملي انستیتوت د بنسټ اېښودونکي او مشر ډاکټر محمد ناصر سرمست د هند او افغانستان موزیک تر مینځ د مشترکاتو په اړه خبرې وکړې او ورپسې یې له خپل ټیم، زهره آرکستر څخه وغوښتل تر څو څو څو قطعې سیمه ایز او کلاسیک موزیک وړاندې کړي.

د دې لمانځنې په ترڅ کې همداراز یوه افغان-هندي واده شوې جوړې، یوه زده کوونکي او په افغانستان کې یوه هندي کارکوونکي د یو بل په هېواد کې د اوسېدو، زده کړې او کار تجربې شریکې کړې.

په خپرونه کې د Kalaripayattu نڅا، اتڼ او قرصک نڅاګانې هم د افغان او هندي زده کوونکو له خوا وړاندې شولې.

د افغانستان-هند فرهنګي اونۍ د دواړو هېوادونو لپاره د پام وړ لمانځنه وه او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمینځ د اړیکو د لاپیاوړتیا شاهده وه.

په نوي ډيلي کې دافغانستان سفارت په پام کې لري چې د افغانستان او هندوستان لومړۍ فرهنګي اوونۍ ونمانځي.

په نوي ډيلي کې دافغانستان سفير ډاکټر شيدا احمدابدالي وايي، په دې فرهنګي اوونۍ کې چې ټاکل شوې د نومبر په ۲۹ مه پيل شي، د دواړو هېوادونو له خوا به بېلابېل ګډ علمي او فرهنګي پروګرامونه وړاندې شي.

هغه زياته کړه، افغانستان او هند بې شمېره فرهنګي مشترکات لري او د ولسونو ترمنځ یې پر فرهنګي اړیکو څو پېړۍ اوړي.

د نوموړي په وينا، د دې فرهنګي اوونۍ د نمانځلو موخه دا ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ فرهنګي اړیکې لا پیاوړې او نوي نسل ته ورزده شي، چې ددغو اړيکو په ساتلو کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.

ډاکټر ابدالي وايي : ((د افغانستان او هند تاریخي او فرهنګي اړيکو بنسټ چې د دواوړ هېوادونو د ولسونو له خوا یښودل شوی، زرګونه کلونه پرې اوړي او ددې اړيکو د ساتلو او دنوي نسل په ځانګړې توګه د افغان او هند محصلينو ته د معلوماتو ورکولو په موخه دا ګډه فرهنګي اوونۍ جوړېږي.))

د افغانستان د سفارت فرهنګي اتشې اجمل عالم زي وویل، ټاکل شوې په دې فرهنګي اوونۍ کې د دواړو هېوادونو له خوا لس مختلف او ګډ فرهنګي پروګرامونه وړاندې شي.

د هغه په وينا، لومړۍ ورځ د افغانستان او هند ترمنځ ګډ عملي او څېړنیز سیمینار ته ځانګړې شوې، چې په څلورو تاریخي دورو «د اریایانو دوره، د افغان پاچاهانو دوره، د استعمار پر وړاندې د مبارزې دوره او له خپلواکۍ را وروسته دوره» کې د افغانستان – هند پر فرهنګي اړیکو به علمي بحث وشي.

د نوموړي په وينا، دا سیمینار به څلور فاينله ولري، چې په هر فاينل کې به په ترتیب سره له افغانستان او هند څخه دوه دوه او په ټولیزه توګه ۱۶ لیکوالان برخه واخلي، چې څلور به یې د فاينلونو رییسان وي.

د دې سیمینار په سر کې د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو پیغامونه وړاندې کیږي او دغه راز د دواړو هېوادونو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیران، سفیران، دیپلوماټان او فرهنګیان هم په کې برخه اخلي.

اجمل عالم زی وايي، ددغه سيمينار ټولې مقالې او ويناوې به را غونډيږي، د يو کتاب په بڼه به د دواړو هېوادونو په ملي ژبو چاپيږي او د دواړو هېوادونو پر تحصلي، علمي او فرهنګي مرکزونوبه په وړيا ډول وېشل کيږي.

د هغه په وينا، پر دویمه ورځ به د دواړو هېوادونو د هنري تابلوګانو، د لاسي صنايعو او ددواړو هېوادونو د اصيلو محلي لباسونو نندارتون وي او ترڅنګ به یې د دواړوهېوادونو ترمنځ د قوالي موسيقۍ ګډ پروګرام ترسره شي.

دى وايي، پر درېيمه ورځ به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ارکستر ګډ پروګرام وي، چې دافغانستان له اړ خه په کې د  استاد سليم سرمست په مشرۍ د زهره ارکستر ګروپ ګډون کوي.

څلورمه ورځ د دواړو هېوادونو محصلينو ته ځانګړې شوې ده. دوی به د پرزينتيشنونو، بحثونو، اتڼ او د هند د محلي نڅاوو په ګډون بېلابېل پروګرامونه وړاندې کړي. پر همدې ورځ به د کتابونو ګډ نندارتون هم جوړ شي.

ټاکل شوې د افغانستان او هند د لومړۍ فرهنګي اوونۍ پروګرامونو کې د افغانستان له اړخه د اطلاعاتو او کلتور د وزیر، ددغه وزارت د رییسانو، لیکوالانو، د بیلابیلو رسنیو د ژورنالېستانو، هنرمندانو، ډیزاینرانو، انځورګرانو او د موسیقۍ د الاتو د غږوونکو په ګډون ۷۰ کسان برخه واخلي.