په نوي ډیلي کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي د روان کال د جنوري میاشتې په ۱۶ مه نېټه د نیپال د بهرنیو چارو له وزیر، شنکر داس بیراګی سره په نوي ډیلي کې د نیپال په سفارت کې وکتل.

د دې ناستې موخه د دواړو پلاوو له لوري د نیپال او افغانستان تر مینځ د دوه اړخیزه اړیکو او په سیمه کې د امنیتي ستونزو په اړه خبرې کول او همداراز د نیپال او افغانستان وګړو ته د اړوندو قُنسولي چارو په اړه بحث کول وو.

په پیل کې دواړو پلاوو د نیپال او افغانستان د دوه اړخیزه اړیکو او دا چې څه ډول دا اړیکې لا پیاوړې کېدی شي، خبرې او اترې وکړې. د دواړو هېوادونو ترمینځ د دیپلوماتیکو اړیکو د لا پراختیا او پیاوړتیا په موخه د نیپال د بهرنیو چارو وزیر وړاندیز وکړ تر څو د دواړو هېوادونو له لوري افتخاري قُنسولان وپېژندل شي.

د نیپال د بهرنیو چارو وزیر همداراز په افغانستان کې د نیپالي بندیانو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د دواړو هېوادونو تر مینځ د دوستانه اړیکو په نظر کې نیولو سره یې د افغانستان له سفارت څخه وغوښتل چې د افغانستان له حکومت څخه غوښتنه وکړي تر څو دا بندیان خوشې کړل شي.

د افغانستان سفیر، په داسي حال کي چې د افغان وګړو لپاره د نیپال د "رسیدو پر مهال ویزې" خدمتونه چې ډېر ژر به پیل شي وستایل، د نیپال د بهرنیو چارو وزیر ته یې اطمینان ورکړ چې د نیپالي بندیانو اړوند پیغام به د افغانستان له حکومت سره شریک کړي.

دواړو پلاوو د سارک فعالیتونو، په سیمه کې د اوسنیو امنیتي ستونزو او له تروریزم سره د مبارزې په اړه هم خبرې اترې وکړې.

د یادونې وړ ده چې په دې ناسته کې د افغانستان سفارت لومړۍ سکرتر حامد تهذیب هم ګډون کړی وو.

 

د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي د ۲۰۱۷ کال د دسمبر میاشتې له ۳۰ مې ڼېټې څخه د روان ۲۰۱۸ کال د جنوري تر لومړۍ نېتې پورې د بهوپال ښار له ، Sehoreاو Shahjapur،  Selwanie،  Raisen او  Akodia سیمو څخه د یوه سفر په ترڅ کې لیدنه وکړه.

د دې سفر په ترڅ کې چې د آل انډیا پښتون جرګه هند (All India Pakhtoon Jargah-e-Hind) د سیدالله خان په مشرۍ برابر شوی وو د افغانستان سفیر د هغو افغانو کورنیو سره وکتل چې پورته له ۳۰۰ کلونو څخه، کله چې د دې ښار بنسټ د سردار دوست محمد خان له خوا کېښودل شوو، په بهوپال کې مېشت شوي دي.

افغان سفیر، د دې ښار د افغانانو له تاوده ښه راغلاست څخه مننه وکړه او په خپله وینا کې یې د افغانستان او هند ترمینځ د پخوانیو او ژورو فرهنګي اړیکو په اړه خبرې وکړې او د غونډې له ګډونوالو څخه یې وغوښتل چې د هند او افغانستان اړیکو د لا پیاوړتیا او پراختیا په موخه ګډې هڅې په لار واچوي.

د هند او افغانستان د تاوتریخوالي ضد خوځښت ته په اشارې سره ډاکټر ابدالي وویل: "موږ د مهاتما ګاندي او خان عبدالغفارخان فرهنګ تعقیبووو. دا فرهنګ د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمینځ له یوې خوا د شخصي اړیکو او له بلې خوا د سیاسي اړیکو درلودل وو چې تر اوسه، ورځ په ورځ پیاوړې کېږي."

د دې سفر په ترڅ کې د افغانستان سفیر همداراز له Sanchi سیمې څخه کتنه وکړه چې د UNESCO له خوا د تاریخي اثر په توګه پېژندل شوې ده. د افغانستان او هند د ګډ تاریخ په اړه د خبرو په ترڅ کې د افغانستان سفیر وویل: "د افغانستان او هند اړیکې لرغونې مخینه لري او د تمدني اړیکو یوه بېلګه یې د افغانستان په بامیانو کې د بودا بوتونه  او بله یې په هند کې صوفیزم دی."

د بامیانو بتونو بیا رغونې ته په اشارې سره ډاکتر ابدالي وویل چې د افغانستان حکومت له UNESCO سره په اړیکه کې دي تر څو دا بتونه چې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له لوري له مینځه یوړل شول،  بیا ورغوي. د افغانستان سفیر د بامیانو بتانو په بیارغولو کې د هند د هر ډول مرستو هرکلی وکړ.

په هند کې د افغانستان سفیر بهوپال ښار ته د خپل سفر په ترڅ کې همداراز په بهوپال کې له افغان محصلینو سره هم ولیدل او د دوی ستونزې یې واورېدې او د افغانستان سفارت د پوره همکارۍ او ملاتړ ژمنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې دا سفر به په راتلونکي کې د هند نورو ایالتونو او ښارونو ته هم دوام ومومي.   

 

 

 

 

 

 

 

 

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مالي، اداري او توریزم مرستیالې مژګان مصطفوي او په نوي ډیلي کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوی سفارت فرهنګي اتشې اجمل عالمزي د روان کال د مرغومې په ۸ مه نېټه د(Self-Employed Women's Association) له مسولې، منجو چوپړا سره د افغانستان سفارت په مقر کې وکتل.

د دې ناستې په ترڅ کې دواړو پلاوو په افغانستان کې د فرهنګي توریزم صنعت د پراختیا اړوندو خپرونو په اړه خبرې اترې وکړې.

د ناستې په ترڅ کې داسې هوډ وشو تر څو د افغانستان سفارت د فرهنګي اتشې د دفتر او په حمید آباد کې د SEWA مرکزي دفتر تر مینځ دواملرونکې اړیکې رامینځ ته شي تر څو په دې توګه په هند کې د افغان مېشتو ښځو د پیاوړتیا اړوندې خپرونې تر لاس لاندې ونیول شي.

په دې ناسته کې همداراز له اجمل عالمزي څخه غوښتنه وشوه تر څو په نږدې راتلونکي کې د نوي ډيلي په کنات پلېس سیمه او ګجرات کې  د SEWA له سیمه ایزو دفترونو څخه کتنه وکړي.

د یادونې وړ ده چې SEWA په تېره یوه لسیزه کې د افغان ښځو د پیاوړتیا لپاره بېلابېلې خپرونې په لار اچولې او پلې کړي دي. همدا اوس د رهبرۍ او توریزم فرهنګ او میراثونو په برخه کې د ښځو د پیاوړتیا تر نوم لاندې دPromote USAID پروژه چې د دوو میلیونو ډالرو په ارزښت ده، په افغانستان کې فعالیت کوي. 

په نوي ډيلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي، د روان کال د دسمبر په ۱۹ مه نېټه په هند کې د پولنډ سفیر او د افغانستان لپاره د پولنډ نامقیم سفیر ادم براکوسکي (Adam Burakowski) سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په پیل کې د افغانستان سفیر د پولنډ سفیر ته په ښه راغلاست ویلو سره د ده د نوي ماموریت لپاره نېکې هیلې څرګندې کړې.  

دواړو پلاوو د ناستې په ترڅ کې د افغانستان او پولنډ تر مینځ د دوه اړخیزه اړیکو او د دې اړیکو د لا پیاوړتیا او پراختیا د لارو موندلو په اړه خبرې اترې وکړې.

په افغانستان او سیمه کې امنیتي ستونزو ته په اشارې سره، ډاکټر ابدالي د تروریزم د حمایتګرو ډلو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د تروریزم په وړاندې د سیمې هېوادونو د مخلصانه مبارزې پر اړتیا یې ټینګار وکړ.

په دې ناسته کې په هند کې د پولنډ سفیر له افغان ولس مشر سره د خپل ژمنلیک د وړانډې کولو په موخه د لیدلو په برخه کې د افغانستان سفارت مرسته وغوښته.

په پای کې دواړو پلاوو د پولنډ او افغانستان تر مینځ د اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه او دا چې څخه ډول کولی شي دا اړیکې لا پراخې شي خبرې اترې وکړې. 

په نوي ډیلي کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوی سفارت د روان کال د لیندۍ میاشتې په ۲۷ مه نېټه د سویلي اسیا ټکوانډو فستیوال مډال راوړونکي په ستاینلیکونو ونازول.

د افغانستان د ټکوانډو ۴۰ غړو د سویلي اسیا  ټکوانډو په فسټیوال کې چې د اتراکهند ایالت به دهرادون ښار کې جوړ شوی وو، وتوانېدل چې د ۲۴ سرو زرو، ۱۲ سپینو زرو او ۴ برونز مډالونو په لاسته راوړلو سره د سیالۍ دویم مقام لاس ته راوړي. په دې سیالیو کې سربېره پر افغانستان، د هند، نیپال، بنګله دېش او مالیزیا هېوادونو هم ګډون کړی وو.

په نوي ډيلي کې د افغانستان لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالی په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه وینا وکړه او ویې ویل: "موږ له ۲۰۰۱ کال څخه راپدېخوا د سپورټ په ډګر کې د عالي لاسته راوړنو شاهدان اوسېدلي یو، دا هغه څه دې چې نړۍ یې له موږ څخه توقع نه درلوده. دا زموږ لپاره د ویاړ خبره ده چې زموږ ځوان ورزشکاران هر ځل له بریالیتوب سره راګرځي او هر ځل د یو بل ویاړ لامل ګرځي."

د غونډې په پای کې افغان سفیر او یو شمېر ډیپلوماټانو د ټکوانډو مډال راوړونکي په ستاینلیکونو ونازول.