په نوي ډیلي کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي د روان کال د فبرورۍ په ۲۰ مه نېټه د سنټ سټیفن کالج په دیالوګ کې وینا وړاندې کړه.

افغان سفیر "د نړۍ ځواکونه او حکومتدارۍ" په اړه د خبرو په ترڅ کې د افغانستان او هند تر مینځ پر دوه اړخیزو اړیکو هم رڼا واچوله.

په نړۍ کې اوسنیو حالاتو، فرصتونو او ستونزو ته په اشارې سره، ډاکټر ابدالي همداراز په نړۍ کې د اوسنیو ستونزو لپاره د حل لارې موندلو او همداراز د تروریزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د دریو ستراتیژیکو شریکانو په توګه د افغانستان، هند و امریکې متحده ایالاتو د ونډې په اړه خبرې وکړې. افغان سفیر د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د امریکې متحده ایالتونو پالیسي جامع او پراخه وبلله او زیاته یې کړه: "اوس مهال، افغانستان، هند او د امریکې متحده ایالتونه د دې ستراتیژۍ پر پلي کولو او همداراز د یوې سیمه ایزې اجماع پر جوړولو کار کوي تر څو په سیمه کې سوله او ثبات رامینځ ته شي. "

ډاکټر ابدالي همداراز له لویدیځ څخه ختیځ ته د اقتصادي ځواک د لېږد په اړه خپل نظر څرګند کړ، په دې اړه د هند او د هند اړونده پالیسي یې وستایله او همداراز یې د اقتصادي ځواک د بریالي لېږد لپاره د سیمه ایزو هېوادونو پر یوالي او همکارۍ ټینګار وکړ.

د سنټ سټیفن کالج ډیالوګ د روان کال د فبرورۍ میاشتې پر ۱۹ مه او ۲۰ مه نېټه په نوي ډیلي کې جوړ شوی وو او موخه یې د نظریو او اندونو شریکول وو. په دې ډیالوګ کې ګډونوال د یو شمېر نامتو شخصیتونو لکه ورون ګاندهي-د پارلمان غړي، سوشمیتا دیف-د پارلمان غړې او د (India Mahila Congress) مشره، انور حلیم-دیپلومات، ماني شنکر-د هند پخواني دیپلومات، کاظم رضوی-د نوموړي ډیالوګ بنسټ اېښودونکي، آمنه میرزا-لیکوالې او بریج بهاوا-کارپوه او د (Business World) ایډیټر د ویناوو شاهد پاتې شول.

 

 

په نوي ډیلي کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي د روان کال د فبرورۍ په ۸ مه نېټه د Oasis IAS له لسو تنو محصلینو سره د افغانستان سفارت په مقر کې وکتل.

له دې ناستې څخه موخه دې زده کوونکو ته د افغانستان او هند ترمینځ د دوه اړخیزه اړیکو او همداراز د دواړو هېوادونو د فرهنګي تبادلې په اړه مالومات ورکول وو.

په پیل کې د افغانستان سفیر دې ځوانانو ته د هېوادونو د بهرنیو ماموریتونو او دا چې څه دول ښايي خپلو موخو ته ورسېږي، مالومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: "د هر هېواد بهرنی ماموریت له کوربه هېواد سره د اړیکو لا پیاوړي کول دي."

ډاکټر ابدالي همداراز په افغانستان کې د سوداګرۍ، پانګونې، کانونو او زده کړو په اړه د وروستیو پرمختګونو په اړه مالومات وړاندې کړل.

د هند او افغانستان تر مینځ  دوه اړخیزه اړیکو ته په اشارې سره، د افغانستان سفیر وویل: " زموږ اړیکې پر مشترکو موخو ولاړې دي چې د پخوانیو تاریخي او فرهنګي روابطو پر بنسټ جوړې شوې دي."

د دي ناستي په ترڅ کې ډاکټر ابدالي د ځوانو محصلینو پوښتنو ته په افغانستان کې د تحصیلي اسانتیاوو، ځوانانو، سیاست او اقتصاد په اړه ځوابونه وویل.

د یادونې وړ ده چې Oasis IAS اکاډمي د هند ملکي خدمتونو ازموینې په موخه د ځوانانو د اماده کولو لپاره جوړه شوې او داسې خپرونې رانغاړي چې د ملکي خدمتونو ټولې مرحلې پکې شاملې شوې دي.

په نوي ډیلي کې د افغانستان د اسلامی جمهوریت لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي د روان کال د جنوري میاشتې په ۲۴ مه نېټه په هند کې د منګولیا سفیر ګنچیګ ګنبولد (Gonchig Ganbold) سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

 د دوه اړخیزه اړیکو په اړه د خبرو اترو سربېره، د دې ناستې موخه په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت څخه د همکارۍ غوښتنه وه، تر څو د افغانستان د حکومت له خوا د پرمختګ په لور وچه کې راګیر هېوادونو (Landlocked Developing Countries) لپاره د فکر نړیوالې خونې (International Think Tank) د مشرانو بورد لپاره استازی معرفي کړل شي.  

په پیل کې دواړو پلاوو د منګولیا او افغانستان د دوه اړخیزه اړیکو په اړه خبرې وکړې. ډاکټر ابدالي د دواړو هېوادونو تر مینځ تاریخي اړیکو او فرهنګي مشترکاتو ته په اشارې سره زیاته کړه چې د دې مشترکاتو له ډلې څخه یې یو حقیقت دا هم دی چې دواړه هېوادونه په وچه کې راګیر دي.  

د دې ناستې په ترڅ کې د منګولیا سفیر د افغانستان سفیر ته د پرمختګ په لور وچه کې راګیر هېوادونو (Landlocked Developing Countries) لپاره د فکر نړیوالې خونې (International Think Tank) د فعالیتونو په اړه مالومات وړاندې کړل. دا بنسټ د ترانزیت ترانسپورت اړوند همکاریو په اړه په وچه کې راګیر او ترانزیت هېوادونو او د مالي او پرمختیايي نړیوال بنسټونو په کنفرانس کې چې په ۲۰۰۳ کال کې د قراقستان په الماتي ښار کې جوړ شوی وو، رامینځ ته شو.

د پرمختګ په لور وچه کې راګیر هېوادونو (Landlocked Developing Countries) لپاره د فکر نړیوالې خونې (International Think Tank) موخه په وچه کې راګیر هېوادونو تر مینځ د همکارۍ او اړیکو پیاوړي کول دي.

د منګولیا سفیر د ناستې په ترڅ کې له افغان سفارت څخه وغوښتل تر څو د افغانستان حکومت له خوا د دې بنسټ لپاره د استازي په معرفي کولو کې مرسته او همکاري وکړي.

ډاکټر ابدالي د افغانستان له حکومت سره د دوی د غوښتنې او پیغام د شریکولو په برخه کې د پوره همکارۍ ژمنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې په دې ناسته کې د افغانستان سفارت لومړي سکرتر، حامد تهذیب هم ګډون کړی وو.

په نوي ډیلي کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي د روان کال د جنوري په ۲۲ مه نېټه د "ښځې د افغان ښځو لپاره" بنسټ له استازو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د دې ناستې موخه د افغانستان سفیر ته په افغانستان او له افغانستان څخه بهر د "ښځې د افغان ښځو لپاره" دفتر په اړه د مالوماتو ورکول او همداراز په نوي ډیلي کې له افغان سفارت څخه د مرستې غوښتل وو تر څو له هغو افغان ښځو سره اړیکې ټینګې کړي چې په هند کې د مهاجرو په توګه اوسېږي. 

په پیل کې د  "ښځې د افغان ښځو لپاره" دفتر مشرې منیژه نادري د افغانستان سفیر ته د دې دفتر د موخو او لیدلورو په اړه مالومات وړاندې کړل. دا دفتر په افغانستان او امریکه کې د محرومو افغان ښځو د حقونو د خوندیتوب تر څنګ ښځو ته د دوی د حقونو په اړه مالومات ورکوي او د تاوتریخوالي د له مینځه وړلو لپاره کار کوي.

د دې ناستې په ترڅ کې د "ښځې د افغان ښځو لپاره" دفتر استازو په نوي ډیلي کې د افغانستان له سفارت څخه وغوښتل تر څو له دوی سره مرسته وشي چې په نوي ډیلي کې له افغان ښځینه مهاجرو سره اړیکې ټینګې کړي او د دوی د لومړنیو اړتیاوو په اړه سروې ترسره کړي.

د دې دفتر استازو ته په ښه راغلاست ویلو سره د افغانستان سفیر د دې دفتر موخې او فعالیتونه چې د افغان ښځو په ژوند کې د مثبت بدلون د رامینځ ته کېدو لامل کېږي وستایل او زیاته یې کړه: "موږ تل د ورته خوځښتونو او فعالیتونو چې په پایله کې یې د افغان ښځو په ژوند کې ښه بدلون راځي ملاتړ کړی او کوو."

ډاکټر ابدالي همداراز د نوموړي دفتر له استازو سره په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت پوره ملاتړ او مرستې ژمنه وکړه او له دوی څخه یې وغوښتل تر څو خپلې غوښتنې په رسمي توګه له سفارت سره ګډې کړي.

د یادونې وړ ده چې "ښځې د افغان ښځو لپاره" بنسټ په ۲۰۰۱ کال کې د امریکې د متحده ایالاتو په نیویارک ښار کې جوړ شوی او موخه یې د داسې نړۍ رامینځ ته کول دي چېرې چې ښځې او نجوني وکولی شي له سوله ایزې فضا څخه لذت یوسي او د ژوند په هر ډګر کې د نارینه وو سره اوږه په اوږه ټولنې ته د خدمت جوګه شي.

 

 

د افغانستان د اسلامی جمهوریت لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي د جمو کشمیر د لویې وزیرې، محبوبه مفتی سعید په بلنه د ګلمارګ واورې په فسټیوال کې چې د روان کال د جنورۍ میاشتې له ۱۲ څخه تر ۱۴ پورې د کشمیر په ګلمارګ کې جوړ شوی وو، ګډون وکړ.

د دې دری ورځني فسټیوال موخه په کشمیر کې د سیاحت مروجول او همداراز د لا ډېرو سیلانیانو راجلبول وو. د دې فسټیوال په ترڅ کې د واورو اړوندو تفریحي فعالیتونو لکه د واورو سایکل چلولو، په ټیوب ښویېدلو او داسې نورو سربېره د کشمیر سیمه ایز خواړه هم په ننداره اېښودل شوي وو.

د فسټیوال په ترڅ کې، افغان سفیر د یو شمېر سیلانیانو سره د خبرو په لړ کې د افغانستان او کشمیر تر مینځ د ژورو او پخوانیو تاریخي او فرهنګي اړیکو په اړه څرګندونې وکړې او زیاته یې کړه: "په کشمیر کې د افغانانو لوی نفوس د افغانستان او کشمیر تر مینځ د زرکلونو تاریخي او فرهنګي اړیکو استازیتوب کوي او له دې امله د دواړو هېوادونو د خلکو تر مینځ اړیکې په اوسنیو شرایطو کې د هند او افغانستان د ستراتیژیکو اړیکو د لاپیاوړتیا لامل کېږي."

د دي فسټیوال په ترڅ کې د کشمیر سیاحت وزیر تصدق مفتی، د لوی وزیر سلاکار پروفیسور امیتاب ماتو، په پارلمان کې د ګلمارګ استازي محمد عباس واني، د هند بدلون لپاره د ملي قانون ادارې مشر امیتاب کانت، نامتو لیکوال او د انګلستان د پارلمان غړي، لارډ میګناد دیسای، فلم جوړونکي امتیاز علي، لیکوال رکشاندا جلیل او له بېلابېلو نورو ډګرونو څخه شخصیتونو ګډون کړی وو.

د دې فسټیوال تر څنګ، ډاکټر ابدالي کشمیر ته د خپل سفر په ترڅ کې د کشمیر د سیاحت وزیر تصدق مفتي سره وکتل. د دې ناستې په لړ کې دواړو پلاوو د افغانستان او کشمیر د ژورو تاریخي اړیکو او ګډ فرهنګ په اړه خبرې اترې وکړې.