په نوي ډیلي کې د ا. ا. ج. لوی سفارت شارژدافیر (سرپرست) ښاغلی طاهر قادري نن ورځ له غرمې مخکې د ۱۳۹۸ لمریز کال د لړم میاشتې په ۲۳ مه نیټه د هند نړیوال سوداګرۍ ۳۹ م نندارتون په پرانستغونده کې ګډون او خپله وینا واوروله.
د دې نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ښاغلی قادري د دواړو هېوادونو په دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو باندې رڼا واچوله چې د هندي چارواکو او حاضرینو لخوا یې تود هرکلی وشو. نوموړي داسې څرګنده کړه، " د هند او افغانستان ملګري هېوادونو تر منځ د داسې ډول سوداګریزو نندارتونونو پرانستل د دواړو هېوادونو د سوداګرو او خصوصي متشبثینو تر منځ یو غوره بنسټ او میکانیزم ګڼل کیږي. له نیکمرغه، افغانستان د ۲۰۰۳ زیږدیز څخه تر اوسه پورې په دغه نندارتونونو کې خپل فعاله او غوره رول لوبولی دی. د افغانستان صادرات هند ته په سوداګریز ډګر کې د ۲۰۱۷ – ۲۰۱۸ کلونو کې ۴۸ سیلنه زیاتوالی موندلی دی. " نوموړې هیله څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د کچې لوړوالي په پام کې نیولو سره، د سوداګرۍ راکړي ورکړي ارزښت به د ۲۰۲۰ کاله پورې دوه ملیارده امریکایې ډالرو ته ورسیږي.
د دغه نندارتون په پرانستغونده کې د هند د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو وزارت وزیر ښاغلی نتین ګادکاري، په سوداګریزو او صنایعو چارو کې د دولت وزیر ښاغلی سام پراکاش او نور هندي چارواکو حضور درلود. ښاغلي ګادکاري په خپله وینا کې په خوښۍ سره څرګنده کړه چې سږ کال افغانستان د یو " شریک هېواد" په ډول په دغه نندارتون کې فعاله او غوره ونډه لري.
د پرانستغونډي څخه وروسته، ښاغلي قادري د افغان سوداګریز ځانګړی نندارتون خونه چې ګڼ شمیر افغان سوداګر په کې سوداګریزي غرفي پرانستلي ده، پرانستله، همدارنګه نوموړي په حضور کې د افغان او هندي سوداګریز کمپنی تر منځ د وچو میوو د ۱۳ میلیونو امریکایې ډالرو په ارزښت د پیرودلو قرار داد لاسلیک شو.
پاتې ده نه وي، چې یاد نندارتون د روانې زیږدیزې میاشتي تر ۲۷ مې نیټې پوري د نوي ډیلي په پراګتي میدان کې د عامو خلکو پر مخ پرانستی دی.

په نوي ډیلي کې د ا. ا. ج لوی سفارت شارژدافیر ښاغلی طاهر قادري، د ریاست جمهوري عالی مقام د عمومي ریاست دفتر د پالیسی، نظارت او څارني معاون ښاغلي عبدالسبحان رووف او د نوموړي همکاران، د ریاست جمهوري عالی مقام لپاره د سیکانو او اهل هنود د چارو د سمون سلاکار ښاغلي سندپال سینګ خالصه، د سفارت قونسلي څانګې مشر ښاغلی همایون نظامي او یو شمیر سیک، اهل هنود هېوادوال نن ورځ له غرمې وروسته د ۱۳۹۷ لمریز کال د لړم میاشتې په ۲۸ مه په هغه پرانستغونډه کې ګډون وکړو کوم چې په هند کې ټولو افغانانو ته په ځانګړې توکه میشتو سیک او اهل هنود هېوادوالو لپاره د تابعیت د تذکرو د ویش د بهیر لپاره ترتیب شوي و.
د پرانستغونډي په سر کې ښاغلي قادري وویل، " په ګران هېواد کې سیک او اهل هنود زمونږ د ټولنې یوه نا بیلېدونکې او پراخه برخه ده او دوی زمونږ د ټولنې په پرمختک کې رغنده رول لوبوي. مونږ یو ځای دوی سره د پیړیو راهسې په سوله، یووالې او ورورګلوۍ کې ژوند کړی دی، غم او ښادي مو سره شریک دي. نن زه د خوشالۍ احساس کوم چې مونږ خپل سیک او اهل هنود ورونو او خويندو ته د تذکرو د ویش بهیر پیلوو د افغانستان د اسلامي جمهوریت په استازیتوب، سفارت د ټولو میشتو افغانانو د ستونزو او ننګونو په هوارولو کې د یو قانونې مکانیزم په پام کې نیولو سره خپلو پر له پسې هڅو او زیار ته دوام ورکوي. "
ورپسې د ریاست جمهوري عالی مقام په استازيتوب ښاغلي عبدالسبحان رووف په خپله وینا کې دا جوته کړه چې د هېواد ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني د سیکانو او اهل هنود هېوادوالو د ستونزو او ننګونو د هوارولو په اړه ډیر جدي دریځ غوره کړی دی او په افغانستان او هند کې د دوي هر ډول ستونزو هوارولو او وړاندیزنو د عملي کولو لپاره د کوټلو ګامونو اخیستلو هدایت صادر کړی دی. د بېلګې په توګه، د دوی د غصب شوي جایدادنو د بیرته لاس ته راوستلو په اړوند د حکومت هلې ځلې دوام لري.
د ریاست جمهوري عالی مقام لپاره د سیکانو او اهل هنود د چارو د سمون سلاکار ښاغلي سندپال سینګ خالصه د سیکانو او اهل هنود هېوادوالو د ستونزو او ننګونو د هوارولو په اړه د جلالتمآب ولسمشر هلې ځلې او کوښښونو څخه یادونه وکړه او ډاډ څرګند کړ چې ولسمشر د سلاکار په صفت به د خپلو ټولو هېوادوالو د مشروع حقوقو څخه به دفاع وکړي او هر وخت به د دوی په جوپړ کې وي. نوموړي زیاته کړه، " زمونږ ملي یووالی ټینګ او سیاسي اراده مو غښتلي ده او تل به په یووالي کې خپل ژوند ته دوام ورکړو . "
په غونډه کې د اهل هنود او سیکانو یو کس استازي د ولسمشر د هلو ځلو او پاملرنې همدارنګه د سفارت د مشرتابه له همکاریو څخه ستاینه او مننه وکړه. نوموړي زیاته کړه " د افغانستان د پیژند پانې تر لاسه کول زمونږ پخوانۍ هیله وه چې نن مونږ په ګډه سره د پیژند پاڼو د اخیستلو شاهدان یوو. "
د یادوني وړ ده چې د پیژند پانې ویش او د اخیستل شوي پیژند پاڼو د تایید بهیر نه یوازې د افغان سیک او اهل هنود هېوادوالو لپاره بلکې په هند کې ټولو افغان میشتو ته پرانستل شوی دی.

په نوي ډيلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفارت شارژدافیر، ښاغلي طاهر قادري نن د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي په ۳۱ مه نېټه د اریتریا هېواد له سفیر، جلالتمآب الیم تسیهای سره په خپل دفتر کې ولیدل. ښاغلی قادري پر مهمو روانو موضوعاتو او د دواړو هېوادونو په اړیکو باندې تفصیلي خبرې اترې وکړې، همدارنګه د اریتریا سفیر ښاغلي تسیهای د دواړو هېوادونو په سیاسي او اقتصادي اړیکو باندې ټینګار وکړ او د دواړو هېوادونو په ګټه یې وبللي.

په نوي ډيلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفارت شارژدافیر، ښاغلي طاهر قادري نن سهار د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي په ۳۰ مه نېټه د کابل څخه راغليو ژورنالېستانو سره وليدل.
لومړی ښاغلي قادري د رسنيو استازو ته ښه راغلاست ووایه او هند ته د افغان ژورنالېستانو سفر يې يو ګټور اقدام وباله، نوموړي زياته کړه چې دا ډول سفرونه د دواړو هېوادونو د مطبوعاتي تجربو د شريکولو او معلوماتو ته پر وخت د لاس رسي لپاره يو پر ځای اقدام دی، د مطبوعاتو اهمیت ته په کتو سره د رسنيو په برخه کې ورځ تر بلې نوښتونه رامنځ ته کېږي چې په دې برخه کې دا سفارت د ګډي همکارۍ دپاره چمتو دی. 
وروسته د کابل څخه راغليو د کورنيو او بهرنيو رسنيو استازو خبرې وکړې او د افغانستان او هند تر منځ د ګډ مطبوعاتي مرکز د جوړولو غوښتنه يې وکړه.

په نوي ډيلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفارت نوي ټاکل شوي مستشار او مختار وزیر ښاغلي طاهر قادري نن سهار د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي په ۲۸ مه نېټه د دې سفارت د شارژدافیر په توګه خپله دنده پېل کړه.

ښاغلي قادري د دې سفارت همکارانو سره په تعارفي ليدنه کې لاندې ټکو ته اشاره وکړه.

له هغه راهیسې چې د بهرنيو چارو وزير، جلالتمآب صلاح الدین ربانی په وړانديز او د ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني په منظورۍ په دې دنده وګمارل شوم، یو ځانګړی هېجان مې درلود، له يو لورې د مسؤلیت اداء او په دومره مهم هېواد کې د افغانستان استازیتوب راته یو لوی ویاړ او د ګټور فعالیت لپاره یو فرصت دی.

څرنګه چې د افغانستان اسلامي جمهوریت ولسمشر د هند لومړي وزير سره  په یوه ليدنه کې ټینګار وکړ چې ( نور خلک د خپلې راتلونکې د جوړولو دپاره باید خپل تېر وخت ته کتنه وکړي مګر افغانستان او هند داسې ماضي لري چې د هغې په مټ خپله راتلونکې جوړولی شي) غواړم تاکيد وکړم چې هند د افغانستان لپاره یو کليدي هېواد دی او دا د افغانستان اسلامي جمهوریت او شخصاً د ولسمشر د (سیمه ییز اتصال) سیاست د اساسي کرښو لویه برخه ده.

افغانستان او هند د پېړيو راهیسې تاريخي اړيکې او ګډ مشترکات لري چې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو رژیم د ړنګېدلو څخه وروسته دا اړيکې په تازه بڼه پراخې شوې. يو لوی ليکوال د افغانستان او هند په اړه ليکلي دي چې هند په افغانستان کې بهترين سیاست لوبولی او توانېدلی دی چې د سوداګريزو لارو او هوايي دهلېزونو، روغتيايي خدماتو، د ویزې سهولتونو او حتی د باليووډ څخه په ګټنې د افغانستان د اتباعو په ( ذهن او ضمیر) کې خپل ځای لا پياوړی کړی دی.

هند په بېلابېلو برخو کې د افغانستان د لویو مرسته کوونکو هېوادونو څخه دی، مونږ په دې هېواد کې تر ټولو ډېر محصلین لرو، له یو بله سره ډېرې شريکې ګټې لرو، افغانستان او هند د اقتصادي همکارۍ، صادراتو او وارداتو ډېر لوړ ظرفیت او پتانسيل لري، افغانستان د منځنۍ او لوېديځي اسیا سره د هند د نښلوونې بهترينه لاره ده، د بنسټپالنې او ترورېزم ګواښ دواړو هېوادونو ته خطرناک او د پاملرنې وړ دی، په افغانستان کې د هند او سمیه ییزو رقيبانو تر منځ يې د نقش متوازن ساتنه د ملتونو د تاریخي دوستۍ او ځينې نور موراد د دې سبب شوي تر څو دا دواړه هېوادونه د ډېپلوماتيکي او سیاسي همکاریو په یو سالم مسير کې قرار ولري.

د افغانستان دولت د يو استازي په توګه ژمنه کوم چې د افغانستان د دولت، شریف ملت او د ډېپلوماسۍ دستګاه يو واقعي استازی به یم، ملي ګټې او د افغانستان د بهرني سياست اصول به مې په دې سفارت کې د فعاليتونو يوازينی لارښوود وي.