په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي نن ماښام، د روان کال د جون میاشتې په اتمه نېټه د سفارت په ګندهارا تالار کې د روژه ماتي مېلمستیا وکړه.

په دې مېلمستیا کې د اسلامي هېوادونو سفیرانو، ډیپلوماتانو، د هند حکومت چارواکو او د افغانستان او هند اکاډمیکو شخصیتونو ګډون کړی وو.

د افغان سفیر له لوري له ښه راغلاست څخه وروسته، مېلمانو د ماښام لمونځ ترسره کړ او ورپسې روژه ماتي ته راوبلل شول او  د افغانی او هندي خوړو په وسیله ونازول شول.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

      

په نوي ډیلي کې د افغانستان لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي د روان کال د مې میاشتې په ۲۶ مه نېټه د امیټي پوهنتون په اووم نړیوال المپیاډ کې د ځانګړي مېلمه په توګه وینا وړاندې کړه.

د سیالیزو ازموینو لپاره د امیټي انسټیټوت او د ساینس المپیاډ لپاره د امیټي مرکز له لوري دا سیالي د فزیک، ریاضیاتو، کیمیا او بیولوژي مضامینو په برخه کې جوړه شوې وه.

په دې المپیاډ کې د روسیې، بنګله دېش، سریلانکا، قزاقستان، قرغزستان، ترکمنستان، ترکیې، اندونیزیا، رومانیا او لاووس هېوادونو  سربېره، له افغانستان څخه ۲۰۰ زده کوونکو ګډون کړی وو چې په پای کې یې د سرو زرو ۱۳، د سپینو زرو ۲۰ او د برونزو ۱۹ مډالونه وګټل.

د دې سیالۍ له جوړوونکو څخه په مننې سره، ډاکټر ابدالي په اوسنۍ نړۍ او په تېره بیا د افغان ځوانانو او تنکیو ځوانانو لپاره د زده کړو په ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې دا ډول سیالۍ له زده کوونکو سره د زده کړې پروسې د چټکتیا په برخه کې مرسته کوي.

په دې المپیاد کې د د هند لپاره د ترکمنستان سفیر او د قزاقستان او قرغزستان هېوادونو د ډیپلوماټانو سربېره د هند د دفاع وزارت چارواکو هم ګډون کړی وو.

د سیالۍ په پای کې غوره زده کوونکي د ستاینلیکونو او جایزو په وسیله ونازول شول.

 

 

 

 

په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي، د روان کال د مې په ۱۷ مه نېټه د پوهنتونونو مالي ملاتړ کمیسیون (University Grants Commission) له مشر پې پې سینګ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د دې ناستې موخه په جواهرلال نهرو پوهنتون کې د ژبو دیپارتمنت په چوکاټ کې د ماسترۍ دورې لپاره د پښتو ژبې د کرسۍ رامینځ ته کول وه.

د دې ناستې په ترڅ کې ډاکټر ابدالي له افغانستان سره د زده کړو او ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې د هند هېواد له مرستو او همکاریو یادونه وکړه.

په جواهرلال نهرو پوهنتون کې د پښتو ژبې د کرسۍ د رامنیځ ته کولو د ارزښت په اړه د خبرو په ترڅ کې افغان سفیر د UGC له مشر څخه وغوښتل تر څو د دې کرسۍ لپاره بودجه ځانګړې کړي.

په ځواب کې د UGC مشر افغان سفیر ته د یوه کمیسیون د جوړېدو په اړه خبر ورکړ چې په همدې اړه کار وکړي او په  راتلونکو دریو اونیو کې په نوموړي پوهنتون کې د پښتو ژبې کرسۍ لپاره بودجه جوړه کړي.

 

 

 

 

 

 

په نوي ډيلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي، د روان کال د مې میاشتې په ۱۴ مه نېټه د نړیوالې پراختیا لپاره د امریکا متحده ایالاتو نمایندګۍ (USAID) له هیئت سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

دې هیئت د پاکستان او افغانستان چارو د دفتر (Office of Afghanistan and Pakistan Affairs) مرستیال، ګریګ هوګر په استازي توب په دې ناسته کې ګډون کړی وو.

د دې ناستې په ترڅ کې نوموړي هیئت د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د امریکې متحده ایالاتو د پالیسۍ په چوکاټ کې له افغانستان سره د USAID پر همکاریو باندې له تمرکزسره، د افغانستان لپاره د پراختیايي پروژو د پلان په اړه خبرې وکړې. 

دواړو پلاوو د هوساینې په لور لار (Passage to Prosperity) د دویم پړاو په اړه چې د روان کال سپټمبر په میاشت کې به د هند هېواد په ممبۍ ښار کې جوړ شي، خبرې وکړې.

نوموړي هیئت همداراز افغان سفیر ته د USAID د وروستیو پروژو په اړه چې د افغانانو لپاره د واحد توقف بازار (One-Stop Shop) هم رانغاړي او له ګمرک څخه د افغانانو د صادراتو لپاره لار پرانیزي، خبرې وکړې. د دې بازار په اړه د افغانستان او امریکې متحده ایالتونو د سوداګرۍ په دیارلسم کلني کنفرانس کې تصمیم ونیول شو. دا کنفرانس همداراز د دې لامل شو تر څو د افغانستان د هوايي دیپارتمنت او USAID تر مینځ د افغانستان د هغو تولیداتو تړون لاسلیک شي چې د کابل، هرات، کندهار او مزار شریف له  هوايي ډګر څخه لېږل کېږي.

د افغانستان سوداګرۍ د ودې په اړه د خبرو اترو په ترڅ کې افغان سفیر د "افغانستان د تولیداتو زون" چې په هند کې به پرانیستل شي، او د ښې بازارموندنې د اسانتیا او د افغانستان په صادراتو کې به د چټکتیا د رامینځ ته کېدو لامل شي، خبرې وکړې. همداراز افغان سفیر د افغانستان، امریکې متحده ایالاتو او هند تر مینځ د سوداګریزو همکاریو د پراختیا په موخه د سوداګریزو خونو د رامینځ ته کېدو وړاندیز وکړ تر څو ښه اقتصادي ثبات رامینځ ته شي.

افغان سفیر وویل: "هند همکار هېواد دی او کولی شي له افغانستان سره مرسته وکړي. له هند سره په همکارۍ، د USAID پروژې به د افغانستان په پراختیا کې د پام وړ لاسته راوړنې ولري."

د افغان سفیر او USAID پلاوي ترمینځ ناستې د اقتصادي فرصتونو د رامینځ ته کېدو او همداراز د افغانستان، امریکي متحده ایالاتو او هند تر مینځ د دری اړخیزه همکاریو د پراختیا په اړه ښې پایلي درلودې.

د دې ناستې په ترڅ کې همداراز وړاندیز وشو تر څو دا ډول غونډې وخت په وخت رامینځ ته شي تر څو په افغانستان کې د پروژو د چټکتیا او د Passage to Prosperity غوندې نندارتونونو او  ورته خپرونو د ادامې لپاره اړوند مالومات وړاندې شي.

دا نندارتون د ۱۳۹۷ کال د ثور په ۲۴ نیټه هند کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د لوی سفیر ډاکتر شیدا محمد ابدالی لخوا د پټۍ په پرې کیدو سره د افغانستان سفارت په ګندهارا تالار کې پرانیستل شو.

په دغه نندارتون کې د افغان هنرمندانو تر څلویښت زیات نقاشی شوی اثار د افغانو ښځو لاسي صنایع، ډبرین اثار، په لاس جوړې شوې جامې او د تاریخي اثارو اخیستل شوې کاپي ګانې نندارې ته وړاندی شول. یاد نندارتون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او په نوي ډیلی کې د دوو افغان سوداګرو په مالی مرسته د افغانستان د فرهنګي اتشه لخوا ترتیب شوی وو.

په هند کې دوستو هیوادونو په لسګونو  دیپلوماتانو، فرهنګیانو، نقاشانو، محصلینو او ګڼو مینه والو په دې نندارتون  کې د ایښودل شویو اثارو ننداره وکړه.

په هند کې د افغانستان سفیر ډاکتر شیدا محمدابدالي دغه نندارتون د پرانیستی په مراسموکې  په خپله وینا کې کې د افغانستان د فرهنګ مخینې ته په کتو سره وویل، چې د افغانستان ستر تمدن نړۍ ته بې سارې توکي وړاندې کړي، چې د افغانستان نوم جغرافیه کې د مختلف عصر هنرمندانو پنځولې دي.

هغه زیاته کړه، چې افغانستان له پیړیو پیړیو راهیسې د نړۍ خلکو ته هنر صادر کړی او دا د څو لسیزو اوږدې جګړې ته به کتو سره د افغانستان د خلکو تمدن او له هنر سره مینه ښيي.

ددی سفارت کلتوری اتشه اجمل عالم زی چې دیاد نندارتون مسوولیت پر غاړه لری وویل ((افغانستان او دوست هیواد هندوستان بی شماره فرهنګي مشترکات لری چې له هغی جملی یو هم د نقاشی هنر ده چې دواړه سترملتونه یی سره نیژدی کړی دی. دا نندارتون په همدی موخه پرانیستل شوی، ترڅو د دواړو دوستو هیوادونو هنروال، انځورګران او فرهنګیان لا سره نږدې او د هند خلک د افغانستان د هنر له تاریخ سره لا ډیر بلد شي)).

نوموړی زیاته کړه دا فرهنګي تابلوګانی او فرهنګي غرفه به له دی وروسته د نوي ډیلی په مختلفو پوهنتونو او فرهنګي ځایونو کې ننداری ته وړاندی شی.

دغه نندارتون د ۱۳۹۷ کال د ثور په ۲۰ د ماښام په ۶ بجو د افغانستان د لوی سفیر ډاکتر شیدا محمد ابدالي په وینا پیل او د همدې ما ښام افغان سوداګروته د ستاینلکونو او ډالیو په ورکولو په ۹:۰۰ بجو پای ته ورسید.