په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي، د روان کال د جولای میاشتې په ۶ مه نېټه د شیرومنی اکالی دال ډیلي (Shiromani Akali Dal Delhi-SADD) له مشر پرمجیت سینګ سما، عمومي مرستیال هرویندر سینګ سما او یو شمېر چارواکو سره د سفارت په بلخ تالار کې ولیدل.

د دې ناستې موخه په افغانستان کې د سیکانو او اهل هنود افغانانو د حفاظت او لا خوندیتوب غوښتنه وه.

په پیل کې افغان سفیر د ناستې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویلو او د افغانستان او هند ترمینځ یې د لرغونو تاریخي او فرهنګي اړیکو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې دا اړیکې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمینځ د ارزښتونو پر بنسټ دي.  ډاکټر ابدالي همداراز وویل چې افغانستان د بېلابېلو فرهنګي او مذهبي ارزښتونو په درلودلو سره به هېڅ کله چا ته اجازه ورنکړي چې اتحاد یې له مینځه یوسي.

ډاکټر ابدالي همداراز زیاته کړه: "په افغانستان کې سیکانو او اهل هنود قومونو د افغانستان د اقتصاد په پرمختګ کې د پام وړ ونډه لوبولې ده."

د دې ناستې به ترڅ کې د SADD چارواکو له افغان حکومت څخه وغوښتل تر څو په افغانستان کې د افغان سیکانو او اهل هنود یو بل استازي ته اجازه ورکړي چې د افغانستان په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې د ګډون لپاره نوماند شي. افغان سفیر د اوتار سینګ او ۱۶ نورو افغان سیکانو او اهل هنود د له لاسه ورکولو پخاطر د خواشیني په څرګندولو سره دوی ته ډاډ ورکړ چې افغان حکومت په دې هڅه کې دی تر څو د افغان سیکانو او اهل هنود یو استازی په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې نوماند کړي.

د SADD چارواکو همداراز له افغان حکومت څخه وغوښتل تر څو د افغان سیکانو او اهل هنود په حفاظت او خوندیتوب کې مرسته وکړي. په ځواب کې افغان سفیر دوی ته د افغان حکومت د هغو پلانونو په اړه ډاډ ورکړ چې د افغانستان د لږکیو قومونو د حفاظت او خوندیتوب لپاره طرح شوي او ډېر ژر به پلي شي.

ډاکټر ابدالي د دې ناستې په ترڅ کې د ګډ دښمن، تروریزم په وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغانستان او هند تر مینځ د اتحاد او یوالي پر ارزښت هم خبرې وکړې.

په نوي ډيلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي، د روان کال د جولای میاشتې په ۴ مه نېټه د جلال آباد په وروستۍ خونړۍ پېښه کې د ۱۷ افغان سیکانو او اهل هنود د له لاسه ورکولو له امله د خواخوږۍ په موخه له افغان سیکانو او اهل هنود سره په هغه غونډه کې وکتل چې د ګرو ارجن دیف جي کابلي په ګردواره کې جوړه شوې وه.

افغان سفیر د خپلې وینا په ترڅ کې د افغان سیکانو او اهل هنود استازي او افغان پارلمان ته نوماند اوتار سینګ په شمول د ۱۷  افغان سیکانو او اهل هنود د لاسه ورکولو له امله خپله ژوره خواشیني څرګنده کړه. ډاکټر ابدالي وویل: "مرحوم اوتار سینګ یواځې د افغان سیکانو او اهل هنود نه، بلکې د ټول افغانستان استازی وو.

همداراز د مرحوم اوتار سینګ د شخصیت په اړه افغان سفیر وویل چې اوتار سینګ ریښتینی افغان او وطنپاله انسان وو چې لار به یې د ټولو نورو افغانانو له لوري تعقیب شي.

ډاکټر ابدالي په همدې توګه په افغان سیکانو او اهل هنود باندې غږ وکړ تر څو د خپل ځان لپاره بل استازی وټاکي او په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې د مرحوم اوتار سینګ په ځای نوماند شي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفارت یو شمېر ډیپلوماتانو هم ګډون کړی وو.

 

 

 

 

 

د افغانستان به جلال آباد ښار کې د وروستي ځانمرګي برید په پایله کې د ۱۷ سیک او هندو افغانانو د له مینځه تللو د یادون په موخه، په نوي ډيلي کې د افغانستان لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي د روان کال د جولای میاشتې په ۳ مه نېټه د هند پارلمان له غړو سوکدیو سینګ دهینسا او پرېم سینګ چندمارجا او د ډیلي د سیکانو ګردوارو د اداري کمېټې مشر منجیت سینګ په ګډون د افغان سیک او اهل هنود له یو شمېر استازو سره د سفارت د بلخ په صالون کې وکتل.

په پیل کې افغان سفیر د ننګرهار ولایت په جلال آباد ښار کې د وروستۍ چاودنې په پایله کې د افغانستان پارلمان نوماند اوتار سینګ په ګډون د ۱۶ سیک او ۱ هندو افغان د له مینځه تللو له امله خپله خواشیني او خفګان څرګنده کړ.

سیک او اهل هنود ته د هند او افغانستان ترمینځ د تاریخي اړیکو د اصلي ستون حیثیت په ورکولو سره افغان سفیر وویل: " موږ ټول د تروریزم قرباني یو، درد مو یو دی او دښمن مو هم یو دی. دا د افغانستان پر بېلابېلو قومونو او د دې قومونو تر مینځ په یووالي او اتحاد باندې برید وو او د دې اتحاد او یووالي د ساتلو لپاره ښايي له خپل ګډ دښمن سره په ګډه وجنګېږو."

د افغان سیک او اهل هنود د مشر اوتار سینګ شخصیت ته په اشارې سره افغان سفیر وویل چې اوتار سینګ یو ریښتینی وطنپاله افغان وو او نه یواځې د سیک او اهل هنود مشر وو، بلکې د افغانستان استازی وو. د هغه یواځنۍ هیله دا وه تر څو په افغانستان کې سوله او ثبات رامینځ ته شي. ډاکټر ابدالي وویل: "دا زموږ لپاره یو میراث دی چې ښايي موږ یې لار تعقیب کړو."

د دې ناستې په ترڅ کې د افغان سیک او هنود اهل استازو خپلې ستونزې چې په افغانستان کې ورسره لاس او ګرېوان دي، شریکې کړې چې د افغان سفیر له لوري واورېدل شوې او ورته وعده ورکړل شوه چې دا ستونزې له افغان حکومت سره شریکې کړي تر څو اړین اقدامات وشي.

 

 

د.

په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي نن ماښام، د روان کال د جون میاشتې په اتمه نېټه د سفارت په ګندهارا تالار کې د روژه ماتي مېلمستیا وکړه.

په دې مېلمستیا کې د اسلامي هېوادونو سفیرانو، ډیپلوماتانو، د هند حکومت چارواکو او د افغانستان او هند اکاډمیکو شخصیتونو ګډون کړی وو.

د افغان سفیر له لوري له ښه راغلاست څخه وروسته، مېلمانو د ماښام لمونځ ترسره کړ او ورپسې روژه ماتي ته راوبلل شول او  د افغانی او هندي خوړو په وسیله ونازول شول.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

      

په نوي ډیلي کې د افغانستان لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي د روان کال د مې میاشتې په ۲۶ مه نېټه د امیټي پوهنتون په اووم نړیوال المپیاډ کې د ځانګړي مېلمه په توګه وینا وړاندې کړه.

د سیالیزو ازموینو لپاره د امیټي انسټیټوت او د ساینس المپیاډ لپاره د امیټي مرکز له لوري دا سیالي د فزیک، ریاضیاتو، کیمیا او بیولوژي مضامینو په برخه کې جوړه شوې وه.

په دې المپیاډ کې د روسیې، بنګله دېش، سریلانکا، قزاقستان، قرغزستان، ترکمنستان، ترکیې، اندونیزیا، رومانیا او لاووس هېوادونو  سربېره، له افغانستان څخه ۲۰۰ زده کوونکو ګډون کړی وو چې په پای کې یې د سرو زرو ۱۳، د سپینو زرو ۲۰ او د برونزو ۱۹ مډالونه وګټل.

د دې سیالۍ له جوړوونکو څخه په مننې سره، ډاکټر ابدالي په اوسنۍ نړۍ او په تېره بیا د افغان ځوانانو او تنکیو ځوانانو لپاره د زده کړو په ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې دا ډول سیالۍ له زده کوونکو سره د زده کړې پروسې د چټکتیا په برخه کې مرسته کوي.

په دې المپیاد کې د د هند لپاره د ترکمنستان سفیر او د قزاقستان او قرغزستان هېوادونو د ډیپلوماټانو سربېره د هند د دفاع وزارت چارواکو هم ګډون کړی وو.

د سیالۍ په پای کې غوره زده کوونکي د ستاینلیکونو او جایزو په وسیله ونازول شول.