په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي، د روان کال د اګست میاشتې په اوومه نېټه د هند ځوانانو نړیوالې کمېټې (International Youth Committee, India) له مشر کې. کې. سینګ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

له دې ناستې څخه موخه د سویلي اسیا ځوانانو د دویم کنفرانس په اړه خبرې کول او همداراز افغان سفیر ته په نوموړي کنفرانس کې د ځانګړي ویناوال د بلنې ورکول وو.

په دې کنفرانس چې ټاکل شوې د ۲۰۱۸ کال د نومبر میاشتې له ۲۸ څخه تر ۳۰ نېټو پورې د سریلانکا هېواد په کلمبو ښار کې جوړ شي د سارک غړو هېوادونو ځوانان ګډون کوي.

افغان سفیر د هند ځوانانو نړیواله کمېټه د دې او دې ته ورته کنفرانسونو د جوړولو په موخه وستایله او زیاته یې کړه چې دا ډول غونډې د سویلي اسیا او په تېره بیا افغان ځوانانو لپاره په نړیواله کچه د اندونو او تجربو د شریکولو فرصتونو د رامینځ ته کېدو لامل کېږي. ډاکټر ابدالي همداراز د ټولنې د ابادۍ او پرمختګ په برخه کې د ځوانانو د ونډې د ارزښت په اړه خبرې وکړې.

د سویلي اسیا ځوانانو فعالیتونو ته په اشارې سره افغان سفیر وویل چې د دې ځوانانو موخه په سیمه کې د مثبت بدلون راوستل دي. ډاکټر ابدالي همداراز د سولې په رامینځ ته کولو کې د افغان ځوانانو د هڅو او د هېواد او سیمې په پرمختګ کې د دوی د ونډې په اړه خبرې وکړې.

د دې ناستې په ترڅ کې افغان سفیر د افغان ځوانانو د ظرفیتونو په اوچتولو کې د هند حکومت له مرستو او هڅو مننه وکړه او د هند ځوانانو نړیوالې کمېټې مشر ته یې په کنفرانس کې د خپل شوني ګډون اطمینان ورکړ.

 

 

 

په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي، د روان کال د اګست میاشتې په ۳ یمه نېټه  د "له ګاونډیو هېوادونو سره د هند اتصال ته لاسرسی" په نوم کنفرانس کې چې د ویویکندا نړیوال بنسټ (Vivekanda International Foundation) له لوري د هندي صنایعو اتحادیې (Confederation of Indian Industry) په همکارۍ جوړ شوی وو، ګډون وکړ.

د دې کنفرانس موخه له ګاونډیو هېوادونو سره د هند د اتصال اړوند پرمختګونو په اړه د خبرو کول وو.

په نوموړي کنفرانس کې ډاکټر ابدالي خپل اندونه د "اتصال-د رېل او سړک په وسیله یو بل سره نښلول" موضوع په اړه څرګند کړ. افغان سفیر د افغانستان په پرمختګ کې د سولې پر شتون د لومړني عنصر په توګه ټینګار وکړ.

ډاکټر ابدالي د خپلو خبرو په ترڅ کې د افغانستان د رېل  پټلۍ او سړکونو د اتصال اړوند پروژو په اړه مالومات وړاندې کړل. افغان سفیر د رېل پټلۍ د پنځو هېوادونو  پروژو، چابهار بندر، د ملي لویو لارو پروژې، د Belt-and-Road نوښت، Lapis Lazuli، د افغانستان او هند ترمینځ د هوايي دهلیز پروګرام، د  Trans-Hindukush سړک د اتصال پروژې او داسې نورو پروګرامونو په اړه خبرې وکړې او د دې پروژو له لارې یې د اتصال پر ارزښت ټینګار وکړ.

د سولې په رامینځ ته کولو کې د افغانستان د هڅو په اړه افغان سفیر د نړیوالې ټولنې د مرستو او همکاریو د دوام هیله څرګنده کړه.  

د افغان سفیر په وینا اوس مهال په افغانستان کې د سیمې د ننه سوداګرۍ او ټرانزيټ ته په اشارې سر د دې موضوع په برخه کې پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: "افغانستان د رېل پټلۍ نیټورک د جوړولو په برخه کې پراخ لیدلوری لري. په دې اړه د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې له هند سره خبرې اترې روانې دي او د تخنیکي مرستو لپاره به د افغانستان او هند ترمینځ تړون ډېر ژر لاسلیک شي."

افغان سفیر زیاته کړه چې موږ له نړۍ سره د اتصال لپاره ډېر پلانونه لرو. موږ ښايي د پرمختیايي زېربنا په برخه کې پانګونه وکړو چې وروسته له هغې به بیا وتوانېږو تر څو د سیمې  یو ځای کولو هدف ته ورسېږو.

 

 

 

په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي، د روان کال د اګست میاشتې په دویمه نېټه په نوي ډيلي کې د علامه سید جمال الدین افغان ښوونځي نوی ښوونیز کال پرانیستلو.

په پیل کې افغان سفیر زده کوونکو او د ښوونځي ادارې ته د نوي ښوونیز  کال د پیلیدو لپاره مبارکي وویله. د افغانستان اوسنیو سیاسي حالاتو ته په اشارې سره، ډاکټر ابدالي زده کوونکي وهڅول تر څو خپلو زده کړو ته دوام ورکړي تر څو په ژوند کې خپلې موخې ترلاسه کړي او د افغانستان د پرمختګ په برخه کې ونډه واخستلی شي.

د نوموړي ښوونځي تعلیمي کال د ښوونځي د زنګ په وهلو سره پرانیستل شو او په تعقیب سره یې افغان سفیر له ټولګیو څخه کتنه ترسره کړه او له زده کوونکو سره یې خبرې وکړې.

له زده کوونکو سره د خبرو په ترڅ کې ډاکټر ابدالي دوی ته د هغو ښوونیزو خپرونو په اړه خبر ورکړ چې ټاکل شوې د هندي ښوونځیو او ښوونیزو بنسټونو په همکارۍ سره د افغان زده کوونکو د پوهې کچې د اوچتولو او په سیالیزو غونډو کې د برخې اخیستلو په موخه په لار واچول شي.

ډاکټر ابدالي همداراز د ښوونځي له ادارې څخه هم د ځوان افغان استعدادونو د روزنې لپاره مننه وکړه او په زده کوونکو یې غږ وکړ چې د افغانستان راتلونکی پر ځوان نسل ولاړ دی او دا د ځوان نسل مسولیت دی تر څو هېواد د سولې، پرمختګ او هوساینې په لور بوزي.

 

 

 

په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي، د روان زېږدیز کال د اګست په لومړۍ نېټه په نوي ډيلي کې د افغان سیک او اهل هنود له استازو سره د سفارت په بلخ تالار کې وکتل.

د دې ناستې موخه په افغانستان کې د سیک او اهل هنود د اړتیاوو، ستونزو او ستونزو ته یې د حل لارو د موندلو په اړه د خبرو اترو کول وو.

په پیل کې افغان سفیر د ناستې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویلو او یو ځل بیا یې د ننګرهار ولایت د جلال آباد په ښار کې د چادونې له امله د یو شمېر سیک او اهل هنود وطنوالو د له لاسه ورکولو په اړه خواشیني څرګنده کړه. ډاکټر ابدالي وویل چې افغان حکومت په افغانستان کې د اقلیتونو د خوندیتوب په برخه کې ژمن دی او د دوی د امنیت د ټینګولو لپاره عامه اندونو او سپارښتنو ته سترګې په لار دی تر څو وکولی شي په دې برخه کې اقدام وکړي.

د دې ناستې په ترڅ کې د غونډې ګډونوالو د افغانستان له حکومت څخه وغوښتل تر څو په افغانستان کې د سیک او اهل هنود سپېڅلي ځایونه راجستر کړي. په ځواب کې افغان سفیر دوی ته د افغانستان جمهوري دولت د حج او اوقافو وزارت د اړوند پلان په اړه خبر ورکړ چې ډېر ژر به پلی شي.

په نوي ډيلي کې د افغان سیک او اهل هنود استازو همداراز د افغان تذکرو د لاسته راوړلو په برخه کې خپلې ستونزې شریکې کړې او له افغان سفارت څخه یې په دې برخه کې مرسته وغوښتله. افغان سفیر د غونډې ګډونوالو ته د هغه هیئت په اړه خبر ورکړ چې ډېر ژر به هند ته سفر وکړي او د دوی د هویت له تثبیت څخه وروسته ورته افغان تذکرې توزیع کړي.

د یادونې وړ ده چې نریندر سینګ، د اوتار سینګ زوی د خپل مرحوم پلار په ځای پارلماني ټاکنو ته نوماند شوی دی.

 

 

 

په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي، د روان کال د جولای میاشتې په ۲۶ مه نېټه د بي جي پي حزب له ملی منشي او د ډیلي د قانوني شورا غړي آر پي سینګ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د دې ناستې موخه د افغانستان او هند تر مینځ د دوه اړخیزه اړیکو او همداراز د دواړو هېوادونو د خلکو ترمینځ د اړیکو د لاپیاوړتیا په اړه خبرې کول وو.

په پیل کې، د بي جي پي حزب ملي منشي ته د ښه راغلاست ویلو څخه وروسته افغان سفیر د افغانستان او هند تر مینځ د تاریخي او فرهنګي اړیکو په اړه خبرې وکړې چې د تاریخ په اوږدو کې یې دواړه هېوادونه سره نغښتي.

د دې ناستې په ترڅ کې د بي جي پي حزب ملي منشي د دواړو هېوادونو تر مینځ د اړیکو د لاپیاوړتیا په موخه د خپلو لا ډېرو همکاریو وړاندیز وکړ.

د افغانستان په پرمختګ کې د هند له ونډې او مرستو څخه په مننې سره افغان سفیر د بي جي پي حزب ملي منشي وړاندیز ته هرکلی وویلو او ژمنه یې وکړه تر څو د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکړي.