په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي د روان کال د اګست میاشتې په ۳۰ مه نېټه د "Passage to Prosperity"کلني نندارتون: د افغانستان-هند سوداګریز نندارتون په رسنیزه پرانیستغونډه کې ګډون وکړ.

نومووړی نندارتون د امریکا د متحده ایلاتو د پراختیا نړیوالې ادارې (USAID) له لوري د افغانستان او هند په همکارۍ د سپټمبر له ۱۲ څخه تر ۱۵ پورې د ممبۍ په ښار کې دایرېږي.

ډاکتر ابدالي په دې پرانیستغونډه کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل: "افغانستان د USAID په همکارۍ سره توانېدلی تر څو خپل سوداګریز او صادراتي سیسټمونه بیا رامینځ ته کړي. هوايي دهلیز د ځمکني ټرانسپورټ په پرتله د افغانستان د صادراتو او سوداگرۍ د پرمختګ لپاره اغېزمنه او چټکه لاره ثابته شوې ده. اټکل کېږي چې د افغانستان او هند تر مینځ سوداګریزې اړیکې د ۲۰۲۰ کال تر پایه ۲ بیلیارده امریکايي ډالرو ته ورسېږي. د Passage to Prosperity نندارتون د افغانستان او د نړیوالو بازارنو ترمینځ  د اړیکو د پیاوړي کولو لپاره مهم لامل ګڼل کېدای شي.

د یادونې وړ ده چې د Passage to Prosperity په څلور ورځني نندارتون کې به ۶۰۰  افغانی او سوداګر سره یو ځای شي. په دې نندارتون کې به افغان سوداګر افغانی تولیدات، قالینې او قیمتي ډبرې به نندارې ته وړاندې کړي. د دې نندارتون لومړی پړاو چې په ۲۰۱۷ کال کې په نوي ډیلي کې جوړ شوی و د هندي او افغانی سوداګرو تر مینځ د ۲۷ ملیونو ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک شول.

د داسې نندارتونو په جوړولو سره به افغاني سوداګر وکړائ شي تر څو د نورو هېوادونو له سوداګرو او نړیوالو بازارونو سره سوداګریزې اړیکې لا پراخې کړي.

 

 

په نوي ډيلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر ډاکتر شېدا محمد ابدالي، د روان کال د اګست په ۲۷ مه نېټه د افغان دولتي چارواکو لپاره د WTO مطالعاتو مرکز دویمه ښوونیزه خپرونه پرانېسته.

ښاغلي سفیر د خپلې وینا په ترڅ کې وویل: "مخکې له دې چې افغانستان د WTO غړیتوب ترلاسه کړي، یو شمېر ښوونیزې خپرونې یې اړوندو چارواکو ته جوړې کړې چې له امله یې نوموړي چارواکي د سوداګرۍ د قوانینو په جزییاتو پوه کړل.

ډاکټر ابدالي همداراز د WTO له غړیتوب څخه وروسته د افغانستان د ژمنو او اړوندو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې، زیاته یې کړه چې دا خپرونې ګډونوالو ته د سوداګریزو قوانینو اړوند مالوماتو د ورکولو په برخه کې مرسته کوي.

د یادونې وړ ده چې په دې مراسمو کې د افغانستان نړیوال سوداګریز بنسټ مشر میر سعید سعیدي، د سوداګریزو چارو لپاره د هند دولت وزیر انوپ ودهاون، د WTO مطالعاتو مرکز مشر پروفیسور ابهیجیت داس، د IIFT مشر منوج پنت او د WTO مطالعاتو مرکز عمومي مشر پروفیسور مکیش بتنګر هم ګډون کړی وو.

د WTO مطالعاتو مرکز چې مالي ملاتړ یې اروپايي ټولنه کوي، د افغانستان دولتي چارواکو ته یو شمېر ښوونیزې خپرونې په لار اچولې دي چې ظرفیت جوړونه یې د هند د بهرنیو سوداګریو بنسټ له لوري د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په مرسته ترسره کېږي.

مخکې هم ورته خپرونه د افغانستان ۲۰ تنو دولتي چارواکو ته جوړه شوې وه، دا ځل به هم دا خپرونه د اګست له ۲۷ څخه د همدې میاشتې تر ۳۱ مې نېټې پورې دوام ومومي.

 

په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي، د روان کال د اګست میاشتې په ۱۲ مه نېټه په هند کې د ملګرو ملتونو د هاروارډ موډل (Harvard Model United Nations India) کنفرانس چې د هند جمهوریت په حیدرآباد ښار کې جوړ شوی وو، وینا وکړه.  

دا کنفرانس چې د لا ښه راتلونکي لپاره پر مهارتونو د ځوانانو د سمبالولو په موخه د هاروارډ نړیوالو اړیکو شورا او World View Education له خوا جوړ شوی وو، د افغانستان سربېره له هند او نړۍ څخه له ۱۵۰۰ څخه زیاتو زده کوونکو ګډون کړی وو.

ډاکټر ابدالي د خپلې وینا په ترڅ کې د راتلونکي سیاسي لیدلوري په تعریف کولو کې د ځوانانو په ونډې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: "زموږ د راتلونکي نسل لپاره دا ډېره اړینه ده تر څو د نړیوالو ارزښتونو په زېور سمبال شي او نن ویاړم چې له دې ډلې سره مې خپل اندونه شریکوم."

افغان سفیر وویل: "زه خورا خوښ یم چې نن د افغانستان ځوانان د نړۍ له ځوانو رهبرانو سره په ګډه د HMUN India او World View Education د خپرونې له لارې پر نړیوالو موضوعاتو بحث کوي. ځونان باید وهڅول شي، ځکه دوی ته  په راتلونکي کې د نړۍ مسؤلیت ورسپارل کېږي."

ډاکټر ابدالي د کنفرانس گډونوالو ته وویل: "موږ او تاسو تل هڅه کوو چې ښه راتلونکی ولرو او ښه راتلونکی ستاسو په لاس کې دی."

د ځوانانو نړیواله ورځ د ملګرو ملتونو له خوا طرح شوې ده، او موخه یې د ځوانانو په اړه د خبراوي د خپرولو او همداراز هغو فرهنګي او قانوني موضوعاتو ته د نړیوالو د پام راجلبول دي چې ځوانان ورسره لاس او ګرېوان دي. دا ورځ هر کال د اګست میاشتې په ۱۲ مه نېټه په ټوله نړۍ کې لمانځل کېږي.

د یادولو وړ ده چې The HMUN India له تېرو ۷ کلونو څخه راپدېخوا ۱۰،۰۰۰ ځوانانو ته د دوی د ظرفیتونو د جوړولو فرصتونه برابر کړي دي.

په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي، د روان کال د اګست میاشتې په اوومه نېټه د هند ځوانانو نړیوالې کمېټې (International Youth Committee, India) له مشر کې. کې. سینګ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

له دې ناستې څخه موخه د سویلي اسیا ځوانانو د دویم کنفرانس په اړه خبرې کول او همداراز افغان سفیر ته په نوموړي کنفرانس کې د ځانګړي ویناوال د بلنې ورکول وو.

په دې کنفرانس چې ټاکل شوې د ۲۰۱۸ کال د نومبر میاشتې له ۲۸ څخه تر ۳۰ نېټو پورې د سریلانکا هېواد په کلمبو ښار کې جوړ شي د سارک غړو هېوادونو ځوانان ګډون کوي.

افغان سفیر د هند ځوانانو نړیواله کمېټه د دې او دې ته ورته کنفرانسونو د جوړولو په موخه وستایله او زیاته یې کړه چې دا ډول غونډې د سویلي اسیا او په تېره بیا افغان ځوانانو لپاره په نړیواله کچه د اندونو او تجربو د شریکولو فرصتونو د رامینځ ته کېدو لامل کېږي. ډاکټر ابدالي همداراز د ټولنې د ابادۍ او پرمختګ په برخه کې د ځوانانو د ونډې د ارزښت په اړه خبرې وکړې.

د سویلي اسیا ځوانانو فعالیتونو ته په اشارې سره افغان سفیر وویل چې د دې ځوانانو موخه په سیمه کې د مثبت بدلون راوستل دي. ډاکټر ابدالي همداراز د سولې په رامینځ ته کولو کې د افغان ځوانانو د هڅو او د هېواد او سیمې په پرمختګ کې د دوی د ونډې په اړه خبرې وکړې.

د دې ناستې په ترڅ کې افغان سفیر د افغان ځوانانو د ظرفیتونو په اوچتولو کې د هند حکومت له مرستو او هڅو مننه وکړه او د هند ځوانانو نړیوالې کمېټې مشر ته یې په کنفرانس کې د خپل شوني ګډون اطمینان ورکړ.

 

 

 

په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي، د روان کال د اګست میاشتې په ۳ یمه نېټه  د "له ګاونډیو هېوادونو سره د هند اتصال ته لاسرسی" په نوم کنفرانس کې چې د ویویکندا نړیوال بنسټ (Vivekanda International Foundation) له لوري د هندي صنایعو اتحادیې (Confederation of Indian Industry) په همکارۍ جوړ شوی وو، ګډون وکړ.

د دې کنفرانس موخه له ګاونډیو هېوادونو سره د هند د اتصال اړوند پرمختګونو په اړه د خبرو کول وو.

په نوموړي کنفرانس کې ډاکټر ابدالي خپل اندونه د "اتصال-د رېل او سړک په وسیله یو بل سره نښلول" موضوع په اړه څرګند کړ. افغان سفیر د افغانستان په پرمختګ کې د سولې پر شتون د لومړني عنصر په توګه ټینګار وکړ.

ډاکټر ابدالي د خپلو خبرو په ترڅ کې د افغانستان د رېل  پټلۍ او سړکونو د اتصال اړوند پروژو په اړه مالومات وړاندې کړل. افغان سفیر د رېل پټلۍ د پنځو هېوادونو  پروژو، چابهار بندر، د ملي لویو لارو پروژې، د Belt-and-Road نوښت، Lapis Lazuli، د افغانستان او هند ترمینځ د هوايي دهلیز پروګرام، د  Trans-Hindukush سړک د اتصال پروژې او داسې نورو پروګرامونو په اړه خبرې وکړې او د دې پروژو له لارې یې د اتصال پر ارزښت ټینګار وکړ.

د سولې په رامینځ ته کولو کې د افغانستان د هڅو په اړه افغان سفیر د نړیوالې ټولنې د مرستو او همکاریو د دوام هیله څرګنده کړه.  

د افغان سفیر په وینا اوس مهال په افغانستان کې د سیمې د ننه سوداګرۍ او ټرانزيټ ته په اشارې سر د دې موضوع په برخه کې پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: "افغانستان د رېل پټلۍ نیټورک د جوړولو په برخه کې پراخ لیدلوری لري. په دې اړه د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې له هند سره خبرې اترې روانې دي او د تخنیکي مرستو لپاره به د افغانستان او هند ترمینځ تړون ډېر ژر لاسلیک شي."

افغان سفیر زیاته کړه چې موږ له نړۍ سره د اتصال لپاره ډېر پلانونه لرو. موږ ښايي د پرمختیايي زېربنا په برخه کې پانګونه وکړو چې وروسته له هغې به بیا وتوانېږو تر څو د سیمې  یو ځای کولو هدف ته ورسېږو.