۲۵ دلو ۱۳۹۷

د افغانستان اسلامي دولت د پخواني رييس، ارواښاد حضرت صبغت الله مجددي د مړينې له کبله د پنجشنبې په ورځ د سهار له ۱۱ بجو څخه د مازیګر تر ۰۴ بجو پورې په نوي ډيلي کې د افغانستان اسلامي جمهوريت سفارت په انګړ کې د خواخوږۍ کتاب کېښودل شو

.په نوي ډيلي کې ګڼو مېشتو بهرنيو سفيرانو، ډېپلوماټانو او د نړېوالو مؤسساتو استازو په نوموړي کتاب کې د خپلې ژورې خواخوږۍ او همدردۍ پېغامونه وليکل

 

په نوي ډيلي کې د افغانستان اسلامي جمهوريت لوی سفارت اقتصادي مستشار ښاغلي احمد شعيب حبيبي د امریکا د متحده ایالاتو د همکاریو دفتر USAID د تجارتي نندارتونونو مشرې، 

آغلې کريسټن لوبرون سره د دې سفارت په انګړ کې وليدل

د دې ليدنی په ترڅ کې دواړو لورو د امریکا د متحده ایالاتو د همکاریو دفتر د افغانستان او سویلي آسیا لپاره  د متحده ایالاتو د پالسیو په رڼا کې د پرمختیایي پروژو، د  نیکمرغۍ په لورې تګ یا (Passage to Prosperity)  .په نوم د درېیم نندارتون په اړه چې تمه ده د روان کال د سپټمبر په میاشت کې د هند په نوي ډيلي ښار کې پېل شي، خبرې اترې وکړې

.همدارنګه په هند کې " د افغانستان د سوداګريرې خونې " تر نامه لاندې د هېواد د سوداګریزو توکو د بازار موندنې د خونې پرانستې وړاندیز او پانګونې په اړه  هر اړخيز بحث ترسره شو

د ۱۳۹۷ کال د سلواغې ۵ مه
نوی ډیلی

د افغانستان اسلامي جمهوریت د بېلابېلو وزارتونو او ادارو ګډ پلاوي نن له غرمې وروسته په هند کې مېشتو افغان مهاجرینو او محصلینو له استازو سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د لوی سفارت په

انګړ کې په جلا جلا توګه وکتل.
په پېل کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفارت شارژدافیر، محمد خیرالله ازاد هند ته د دې پلاوي د سفر په اړه مالومات ورکړل، وروسته د افغان مهاجرینو او محصلینو استازو د هغو مهمو ستونزو

په اړه خبرې وکړې چې ورسره مخ دي.


د هیئت غړو د محصلینو او مهاجرینو د ستونزو د حل په لارو چارو خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې ټولې ستونزې او حل لارې به د یوې هر اړخیزې طرحې په چوکاټ کې ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندې کړي.

نوی ډیلی – د افغانستان او هند بنسټ د مدیره هیئت یولسمه ناسته د دوشنبې په سهار د افغانستان اسلامي جمهوریت د لوی سفارت په انګړ کې، د دې سفارت د شارژدافیر ښاغلي محمد خیرالله آزاد او په کابل کې د هند سفیر ښاغلي ویني کمار په مشرۍ جوړه شوه.

همداراز په دې ناسته کې د مدیره هیئت غړو څېړنوال عبدالغفور لیوال، موسی عارفي، ګاتم موکوپادیا، نورآغا نوري، جنیش کین او د کابل چپټر د بنسټ سکرتر سودیف روی او د ډیلي چپټر سکرتر حامد تهذیب هم ګډون درلود.

په پېل کې د تېرې غونډې پر پرېکړو خبرې اترې وشوې او د دې بنسټ د تېر کال د فعالیتونو ستاینه یې وکړه او او ټینګار یې وکړ چې دا پروژې د دواړو هېوادونو د خلکو تر مینځ د فرهنګي اړیکو د لا پیاوړتیا لامل ګرځي.

په پای کې، د ډیلي چپټر له لوري وړاندیز شوې فرهنګي او اکاډمیکې پروژې تر بحث لاندې ونیول شوې.

 

نوی ډیلی – د دوو تنو افغان نقاشانو د هنر پينځه ورځنی نندارتون د روان کال د لیندۍ میاشتې په ۲۰ مه نېټه په نوي ډیلي کې د افغانستان ا. ج. لوی سفارت د فرهنګي اتشې د دفتر او هند نړیوال مرکز (Indian International Centre) له لوري پرانیستل شو.

دا نندارتون د افغان سفارت د شارژدافیر ښاغلي محمد خیرالله آزاد او د هند نړیوال مرکز مشر مارشان نریش ورما له لوري د لسګونو هندي او افغاني فرهنګیانو او هنرمندانو په شتون کې پرانیستل شو.

په نوي ډيلي کې د ا. ا. ج لوی سفارت فرهنګي اتشې ښاغلي اجمل عالمزي د دې نندارتون په جوړولو کې د هند نړیوال مرکز له مرستې څخه مننه وکړه؛ او د ورته فعالیتونو او خپرونو په زیاتېدو یې ټینګار وکړ.

په دې نندارتون کې د افغان هنرمندانو ۸۰ نقاشیانې نندارې ته اېښودل شوي دي.  چې  د غنمو له پلالو او غوړیو څخه جوړې دي.

د یادونې وړ ده چې دا نندارتون د روان کال د لیندۍ تر ۲۴ مې نېټې دوام کوي.