په نوي ډیلي کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالی د روان زېږدیز کال د سپټمبر په ۹ مه نېټه د هند له ملي دفاعي کالج (National Defense College) څخه لیدنه وکړه او په ترڅ کې یې د نوموړي کالج محصلینو ته د «په افغانستان کې د سولې راتلونکی» په اړه وینا وکړه.

د هند له ملي دفاعي کالج څخه په مننه، ډاکټر ابدالي خپله وینا د افغانستان د نظامي ځواکونو د اوسنیو حالاتو او په تېرو ۱۵ کلونو کې د دې ځواکونو د پرمختګونو او لاسته راوړنو په اړه پیل کړه او زیاته یې کړه: «موږ د ۱۵ وروستیو کلونو په پرمختګونو او لاسته راوړنو کې د خپلو شریکانو او ګاونډیو هېوادونو لکه هند له ونډې څخه مننه کوو. دې هېوادونو هغه مهال لاس راکړ چې موږ د هېواد د ثبات او بیاجوړوني په هڅه کې وو.»

ډاکتر ابدالی د خپلې وینا په ترڅ کې د افغانستان نظامي ځواکونو د روزلو په برخه کې د هند له مرستو څخه ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې هند د افغانستان لومړی ستراتیژک ملګری او د هېواد په باثباتۍ او پرمختګ کې اړین شریک پاتې شوی دی.

د افغانستان سفیر همداراز په سیمه کې د تروریستي ګواښونو په اړه خبرې وکړې او په افغانستان او سیمه کې د سولې او امنیت په برخه کې یې د سیمې هېوادونو پر مخلصانه او ټولیزه همکارۍ ټینګار وکړ.

په پای کې د افغانستان سفیر د نوموړي کالج د محصلینو اړوندو پوښتنو ته هم ځواب وویلو.

 

 

 

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn