د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي د روان زېږدیز کال د اګست په ۲۴ مه نېټه د هند په بهرنیو چارو کی‌د دولت وزیر ښاغلي وی.کې. سینګ سره وکتل.

د دې ناستې موخه د سیمې د امنیتي ستونزو، د دواړو هېوادونو ترمینځ د دوه اړخیزه اړیکو او همداراز د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د امریکې د متحده ایالتونو د نوې پالیسۍ په اړه د خبرو اترو کول وو

په پیل کې دواړو پلاوو په سیمه کې د وروستیو پرمختګونو او همداراز د سویلي اسیا په هېوادونو کې د امینتي ستونزو په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د امریکې د متحده ایالاتو له نوې پالیسۍ څخه په استقبال سره، افغان سفیر وویل چې دا یوه جامع پالیسۍ ده او د سویلي اسیا د ټولو هېوادونو لپاره یو ښه فرصت دی تر څو د یوه ایالت او یا مملکت د اصولو سره سم ګامونه اوچت کړي او د تروریزم په وړاندې په مخلصانه توګه مبارزه وکړي.

ډاکټر ابدالي زیاته کړه چې د امریکا نوې پالیسي د افغانستان او سیمې ټول اړخونه رانغاړي.

د ولسمشر ترمپ خبرو ته په اشارې سره چې هند یې له افغانستان سره لا ډېرو مرستو ته راوبللو، ښاغلي سینګ وویل چې هند به له افغانستان سره د لا ډېرو پرمختیايي پروژو د پلي کولو په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

دواړو پلاوو همداراز د مشارکت شورا د ناستې په اړه چې په نږدې راتلونکي کې به جوړه شي خبرې وکړې او هغه یې د هند او افغانستان تر مینځ د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره یو ښه فرصت وبللو.

د یادونې وړ ده چې په دې ناسته کې د سفارت لومړي سکرتر، ښاغلي حامد تهذیب هم ګډون کړی وو.

 

 

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn