په دې توګه ټولو افغان ځوانانو ته چې غواړي په هندوستان کې زده کړې وکړي او یا هم هغه افغان محصلینو چې اوس مهال په دې هېواد کې په زده کړو بوخت دي خبر ورکول کېږي چې د هند د بشري سرچینو او پرمختګ وزارت  HRDM قوانینو ته په کتو سره هېڅ بهرني پوهنتون ته اجازه نه ورکول کېږي تر څو په هندي ایالتونو کې خپلې څانګې پرانیزي او یا هم فعالیت وکړي.

په خواشینۍ سره خبر ورکول کېږي چې یو شمېر افغان ځوانانو چې د هند په (Stradford University)  او ځینې نورو بهرنیو پوهنتونو کې کې نومونه ثبت کړي د اعتبار وړ ندي او د فراغت اسناد یې د (University Grants Commission) د ادارې له خوا او د هند د بشري سرچینو او پرمختګ وزارت له لوري نه تاییدېږي.

له دې امله، له ټولو افغان محصلینو او ځوانانو څخه غوښتنه کېږي تر څو په هغو پوهنتونونو کې د نوم له ثبتولو څخه ډډه وکړي چې د (University Grants Commission) له ادارې سره راجستر نه دي او د خپل وخت او مالي سرچینو له ضیاع څخه مخنیوی وکړي.

په نوې ډهلي کې د افغانستان د اسلامي جمهوري سفارت له ټولو هغو افغان ځوانانو څخه چې غواړي په هندوستان کې زده کړې وکړي غواړي تر څو په هر پوهنتون کې له داخلې اخیستلو د مخه له نوموړې نمایندګۍ سره اړیکې ټینګې کړي او اړوند مالومات لاس ته راوړي.

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn