۱۳۹۶ لمریز د تلې ۱۱ مه

کابل – د افغانستان اسلامي جمهوریت د امریکا متحده ایالتونو لاس وګاس ښار کې د تېرې شپې د ډزونو له جنایته ډک برید، چې په پایله کې ېې لسګونه کسان مړه او په سلګونو نور ټپیان شوي دي، یو زړه بوږنوونکۍ وحشیانه عمل بللی او هغه په سختو ټکو غندي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د یادې شوې پېښې قربانیانو له کورنیو او خپلوانو سره خپله غمرازي او خواخوږي څرګندوي او هغو کسانو ته چې پدغه برید کې ټپیان شوي دي،د  وار دواره شفا او روغتیا هیله کوي.

ارګ، کابل:  جمهوررئیس محمد اشرف غني په اوسنۍ مشترکه بین المللي جګړه کې د بنسټیز شریک له لوري د یوې دوامداره ژمنتیا په توګه  د امریکا متحدو ایالتونو د حکومت له پرېکړې هرکلی کوي.

جمهور رئیس غنې د متحدو ایالاتو له حکومت څخه د قدردانۍ څرګندولو ترڅنګ وویل: ” پر خپلو پښو د درېدو، پر ترهګرۍ د بریالي کېدو، له دغې شومې پدیدې څخه د سیمې هېوادونو ژغورلو او خطرونو لمنځه وړلو په برخه کې د افغان حکومت له هڅو  د امریکا د جمهوررئیس ټرمپ او  د خلکو  له ملاتړ  څخه مننه کوم. “

دغه نوي ستراتیژي، به د غوڅ ملاتړ ماموریت ظرفیت لوړ کړي، د دغې ستراتیژۍ مشخص ټینګار د افغان هوایي ځواک پر پیاوړې کولو، د افغان ځانګړو ځواکونو د کمیت پر لوړولو او د ناټو سازمان پر پیاوړې کولو دی څو د افغانستان ملي امنیتي او  دفاعي ځواکونو ته روزنه او مشوره ورکړي او له هغوی ملاتړ وکړي.

دغه اعلان، د هغه حمایویي بستې یوه برخه ده، چې تمرکز یې د بیوزلۍ پر لمنځه وړلو، اقتصادي پانګونې او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر غوره تجهیز دی، څو افغانان د ثبات او پر خپل ځان د بساینې موخو ته ورسېږي. افغان حکومت دا لومړیتوب ګڼي چې د اصلاحاتو بهیر ګړندۍ کړي، له اداري فساد سره مبارزه وکړي، موثریت، روڼتیا، او د قانون حاکمنیت غښتلی کړي.

د ثبات تامین په برخه کې به دغه ستراتیژي د سیمې هېوادونو ته د دې زمینه برابره کړي څو د ګډو هلو ځلو له لارې د سولې او نیکمرغۍ په برخه کې ګډې موخې ترلاسه کړي. همداراز، یاده ستراتیژي د سیمې هېوادونو لپاره هغه لاره وړاندې کوي چې د غیر دولتي عناصرو له ملاتړه لاس واخلي.

جمهوررئیس غني وویل: زموږ مشارکت تر بل هر وخت غښتلی دی، څو د ترهګرۍ د ګواښونو پر وړاندې، چې موږ ټول ورسره لاس او ګریوان یوو، بریالي شو. زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو ځواک باید طالبانو او نورو ته روښانه کړي، چې هغوی له پوځي لارې نشي بریالي کېدای. د سولې هدف، لوړ دی. سوله زموږ لومړیتوب دی.

د افغانستان حکومت د متحده ایالاتونو د دغه  تازه تاکید څخه چې د افغانستان امنیت د دغه سیمه ییزې بستې یوه لویه برخه بولي هرکلی کوي. دغه ستراتیژي د کابل پروسې په ګډون د افغان دولت هغه نوښتونه  پیاوړې کوي، چې موخه یې په ګډه د سیمې هېوادونو امنیتی مسوولیت ادا کول دي.

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د هند د نوي جمهوررئیس په توګه د رام نات کوویند د ټاکنې مبارکي ورکوي.

د هېواد جمهوررئیس ښاغلي رام نات کوویند ته د بریالیتوب تر څنګ د هند خلکو ته د نیمکرغۍ او سوکالۍ هیله څرګندوي او هیله لري چې د رام ناټ کوویند د جمهوري ریاست پر مهال به د افغانستان او هند ترمنځ مناسبات لا زیات پياوړي او پراخ شي.

همدارنګه جمهوررئیس غني د هند پخوانی جمهوررئیس پراناب موکرجي د افغانښتان ښه دوست وباله او هغه ته په ژوند کې لا زیات بریالیتوب غواړي.

ارګ، کابل: د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د دوست هېواد هند د کشمیر په انانت ناګ سیمه کې د زیارت کوونکو پر موټر پرونی تروریستي برید چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې، په سختو ټکو غندي.

جمهور رئیس غني د دغه برید د غندلو پرمهال وویل، تروریستان  د  تمدن او بشریت د دښمنانو په توګه هیڅ دین او قانون ته درناوی نه لري او د وحشت او کرکې خورولو لپاره مقدس ځایونه او د ښځو او ماشومانو په ګډون عام وګړي په نښه کوي.

افغانستان چې له تروریزم سره د مبارزي په لومړۍ کرښه کې قرار لري او په دې برخه کې یې تل خپل صداقت او شجاعت ښودلی دی، یو ځل بیا د واحدې ستراتیژۍ له مخې د تروریزم پر ضد په ګډه او جدي مبارزه ټینګار کوي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او ملت د خپلې خواخوږۍ مراتب د هند جمهوري دولت، خلکو او د قربانیانو کورنیو ته څرګندوي.

په دې توګه ټولو افغان ځوانانو ته چې غواړي په هندوستان کې زده کړې وکړي او یا هم هغه افغان محصلینو چې اوس مهال په دې هېواد کې په زده کړو بوخت دي خبر ورکول کېږي چې د هند د بشري سرچینو او پرمختګ وزارت  HRDM قوانینو ته په کتو سره هېڅ بهرني پوهنتون ته اجازه نه ورکول کېږي تر څو په هندي ایالتونو کې خپلې څانګې پرانیزي او یا هم فعالیت وکړي.

په خواشینۍ سره خبر ورکول کېږي چې یو شمېر افغان ځوانانو چې د هند په (Stradford University)  او ځینې نورو بهرنیو پوهنتونو کې کې نومونه ثبت کړي د اعتبار وړ ندي او د فراغت اسناد یې د (University Grants Commission) د ادارې له خوا او د هند د بشري سرچینو او پرمختګ وزارت له لوري نه تاییدېږي.

له دې امله، له ټولو افغان محصلینو او ځوانانو څخه غوښتنه کېږي تر څو په هغو پوهنتونونو کې د نوم له ثبتولو څخه ډډه وکړي چې د (University Grants Commission) له ادارې سره راجستر نه دي او د خپل وخت او مالي سرچینو له ضیاع څخه مخنیوی وکړي.

په نوې ډهلي کې د افغانستان د اسلامي جمهوري سفارت له ټولو هغو افغان ځوانانو څخه چې غواړي په هندوستان کې زده کړې وکړي غواړي تر څو په هر پوهنتون کې له داخلې اخیستلو د مخه له نوموړې نمایندګۍ سره اړیکې ټینګې کړي او اړوند مالومات لاس ته راوړي.