د هند او افغانستان تر مینځ د سوداګرۍ د حجم د لوړولو، اقتصادي اړیکو د لاپیاوړتیا او همداراز د هند بازارونو ته د افغانستان په موقع لاسرسي په موخه ولسمشر محمد اشرف غنی تېر کال هند ته د خپل سفر پر مهال د دواړو هېوادونو د هوايي دهلیز د رامینځ ته کولو په اړه خبر ورکړ چې له نېکه مرغه دې پلان ته له کابل څخه ډهلي ته د لومړۍ کارګو په الوتلو سره د عمل جامه ورواغوستل شوه. 
د هند-افغانستان د هوايي دهلیز لومړنی پرواز د 2017 کال د جون میاشتی په 19 مه نېټه د 62 تُن هنګ (یو ډول طبی نبات) سره د ډهلي د اندراګاندهي په هوايي ډګر کې کېناست چې د هند په کابینه کې د بهرنیو چارو د وزیرې سوشما سواراج، د هند د هوانوردۍ وزیر ښاغلي ګنه پتي راجو او د د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي ام جی اکبر له خوا د افغانستان د لوی سفیر ښاغلي شیدا محمد ابدالی په شتون کې وستایل شو.