د دوشنبه په ورځ له غرمې وروسته په نوي ډیلي کې د افغانستان د لوی سفارت فرهنګي اتشې اجمل عالم زي د هند د مالوماتواو نشراتو وزارت د مرستیالې اغلې کلیاني سره د ۱۳۹۹هجري شمسي کال  د نوروزد جشن په اړه د اغلې د کار په دفتر کې وکتل .
د دغه لیدنې موخه د هند او افغانستان ترمېنځ د فرهنګي اړیکو پیا وړتیا، پراختیا او په هند کې د افغانستان د لوی سفارت لخوا د ۲۰۲۰ کال کې له هند سره د ګډو برنامو پلی کول و. همداغه راز په دې لیدنه کې د سفارت فرهنګي اتشي اجمل عالم زي په نوي ډیلي کې د افغان کډوالو او محصلینو لپاره د جشن جوړلو یادونه وشوه عالم زي دهند د نشراتو له وزارت څخه ددغه جشن لپاره د سیري فورټ اډیتوریم غوښتنه وکړه تر څو د ۱۳۹۹ کال د نوروز فرهنګي جشن دروان میلادي کال د مارچ په (۲۰مه) چې د ۱۳۹۹ کال د وري له لومړۍ نیټې سره برابره ده ولمانځل شی .
د سفارت فرهنګي اتشې اجمل عالم زي وویل سږ کال به د نوروز په دغه جشن کې شاوخوا درې زره افغان کډوال او محصلین د افغانستان د موسیقي راډیو تلویزیون (AMC ) په همکار او د کام ایر هوایي شرکت په مالي مرسته په دغه جشن کې پراخه ونډه ولري. د ده په وینا په دغه جشن کې د نورو فرهنګي خپرونو ترڅنګ د (AMC ) تلویزیون لخوا به دافغانې ، هندي او تاجکي سندرغاړو ګډ شانداره کنسرت افغانانو ته وړاندې شي.
لدې وړاندې هم د افغانستان په سفارت کې د فرهنګي اتشې په نوښت په مناسبتي فرهنګي غونډو کې افغان کډوالو او محصلینوته په بیلابیلو فرهنګي مراسمو کې په پراخه کچه ونډه ورکړی شوي وه .

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn