د سویلي آسیا د ځوانانو فرهنګي فيستيوال د هند په کورکشترا پوهنتون کې د روان کال د کب میاشتې په ۷ مه نیټې پرانستل شو. په پرانیستغونډه کې په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي جهموریت لوی سفارت تحصیلي اتشه ښاغلي صدیق الله سحر، فرهنګي اتشه ښاغلي اجمل عالم زي، ځینو افغان محصلینو او یو شمیر افغان ګډوال د یاد فیستیول په دیارلسم دور کې ګډون وکړو.

په یاد فیستیوال کې د افغانستان ، بنګله دیش، هند ، سریلانکا، مالډیف ، میانمار، نیپال او موریشس کلتوري ډلو حضور درلود چې په خپل ګډون سره د خپلو هېوادونو بېلا بېل کلتوري پروګرامونه نندارې ته وړاندي کړل په ترڅ کې د افغانانو کلتوري ننداره له خورا تود هرکلی سره مخامخ شو.
په دې پروګرام کې د هند په کابینه کې د صنایعو چارو او ټولنیزو تصدیو وزیر ښاغلی ارجون رام میګهوال د ځانګړي میلمه او د افغانستان د لوي سفارت تحصیلي اتشه ښاغلي صدیق الله سحر ، فرهنګي اتشه ښاغلي اجمل عالم زي د افتخاري میلمنو په توګه برخه درلوده، همدارنګه په فرهنګي فیسټیوال کې ګڼ شمیر هندي محصلینو او د بیلابیلو پوهنتونونو استادانو او فرهنګي شخصیتونو ونډه درلوده چې د یاد پوهنتون د مشرتابه لخوا یی هرکلی وشو.
د افغانستان لوي سفارت تحصیلي اتشې د فستیوال په پرانستغونډه کې په خپل وینا کې افغان محصلینو سره د هند مرستي وستایلې او په بیلا بیلو برخو کې د دې هیواد مرستې د دواړو هیوادونو د خلکو ترمینځ د اړیکو په ټینګولو کې یو ستر ګام یاد کړ ، همدارنګه نومړي زیاته کړه چې د هند په مرسته د افغان محصیلنو روزنه د افغانستان په پرمختک او وده کې ستر رول لوبوي.
د فیستیوال په ورستیو شیبو کې، ښاغلي سحر او ښاغلي عالمزی ګڼ شمیر افغان زده کړیالانو سره ولیدل او د دوی ستونزې، ننګونې او وړاندیزونه یې وواریدل او د حل لپاره ډاډ څرګند کړ.

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn