15 کب 1398

د پنجشنبی  په ورځ له غرمې وروسته په نوي ډیلي کې د افغانستان د لوی سفارت فرهنګي اتشې اجمل عالم زي د هند د مالوماتواو نشراتو وزارت له وزیر ښاغلی (پرکاش جافیدکار) سره د نوموړی په کاری دفتر کې ولیدل.

 ددې لیدنۍ هدف د دواړو هيوادونو تر منځ د سينما ګډه فرهنګي اونۍ جوړول و. د یاد ناستی د بحث عمده ټکي د دواړو هيوادونو نشراتي ، فرهنګي همکاريو او د هند او افغانستان تر منځ د فرهنګي برنامو تقويه کول په ګوته شوې.

 د هند  د مالوماتو او نشراتو وزیر ښاغلي (پرکاش جافیدکار) د پراخو همکاريو ژمنه وکړه او په نوي ډيلي کې يې د افغانستان د لوي سفارت لخوا د دواړو هیوادونو د سینما ګډې  فرهنګې اونۍ طرحه  وستایله او دایې د دواړو هیوادونو لپاره د سینما په برخه کې یو سترګام وباله.

  د سفارت فرهنګي اتشه اجمل عالم زی  وایي د افغانستان  لوی سفارت فرهنګي څانګي د کلني پلان له مخي ( تصمیم لرو چې سږکال د دواړو هیوادو نو ترمنېځ په لوړه کچه د سینما ګډه فرهنګي اونۍ جوړه کړو) نوموړی زیاته کړه دا فرهنګي اونۍ به د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیرې حسینه صافۍ او د هند دمالوماتو او نشراتو د وزیر ښاغلي (پرکاش جافیدکار)  لخوا د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې  پرانیستل شی، په همدې توګه به په دې پروګرام کې د دواړو هیوادونو سینمایي ستوري، مشهور ډایرکټران ، سناریو لیکونکې او د سینما د صنعت مینوال ونډه ولری.

 اجمل عالم زی وړاندې وایې په دې پروګرام کې به د نورو فرهنګي برنامو ترڅنګ د دواړو هیوادونو هنري  فلمونه زرګونو ګډون والو ته  د یوي اونۍ  په اوږدو کې نندارې ته  وړاندې شي .

عالم زي ددې فرهنګي اونۍ موخه د دواړو هیوادونو ترمنځ د سینما په برخه کې د اړیکو پیا وړتیا او د دواړو هیوادونو ترمنځ د ګډو فلمونو جوړل په ګوته کړل.

د یا دولو وړ ده چې د هند او افغانستان ترمنځ له لمړنۍ ګډې فرهنګي اونۍ  را وروسته په تیرو دو کلو کې دا دوهمه فرهنګي  اونۍ ده چې د افغانستان او هند لخوا  په لویه کچه جوړو یږی.

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn