په نوي ډيلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفارت شارژدافیر، ښاغلي طاهر قادري نن ورځ له غرمې مخکې د روان کال د لیندۍ میاشتې په ۱۳ مه نېټه د سید جمال الدین افغان لیسې څخه چې د افغانستان د پوهنې محترم وزارت او د سفارت په همکارۍ سره رسمې چارې پر مخ ځي د ۱۳۹۸ تعلیمي کال څلور نیم میاشتنۍ ازموینې د پیل بهیر څخه د ښوونځي د مسؤلینو په ملتیا سره لیدنه وکړه. د لیدنې په سر کې ښاغلي قادري د لېسې له مدیرې میرمن سنیه فدا تاج سره د ښوونځي په اړونده ستونزو، ننګونو او د هغو لپاره د حل لارې موندلو او همدارنګه د ښوونځي پر پرمختک او د ښوونیز نصاب پر ښه کیفیت لرلو خبري اتري وکړي. د ښوونځي مدیرې د سفارت له ښارژدافیر او د ښونیزو چارو مسؤل څخه هیله وکړه چې د پوهني وزارت په همغږۍ سره د ښوونځي ستونزو او وړاندیزونو ته پاملرنه باید وشي تر څو د زده کوونکو او ښوونکو په تعلیمي چارو پرمخ بيولو کې روغوالۍ او آسانتیاوې را منځ ته شي.

دواړه لورې په دې ټینکار وکړو چې باید په ګډه سره په هند کې میشتو افغان زده کوونکو لپاره لا ډیر د پوهني په ډګر کې آسانتیاوي را منځ ته شي چې وکولای شوو دوی ته د پوهني له لارې یو روښانه راتلونکي ور پـه برخه کړو.
وروسته، ښاغلي قادري د ښوونځي له ادارې او ښوونکو څخه په ډیلي کې د میشتو ګډوالي کورنیو بچیانو ته د پوهني په ډګر کې د خدمت کولو ستاینه او مننه وکړه او داسې څرګنډه کړه، " د سید جمال الدین افغان ښوونځي ستونزو هوارولو او پراختیا ته پاملرنه زما د اړینو چارو په لومړیتوب کې ځای لري او د یاد ښوونځي تعلیمي چارو رغوني او پراختیا ته به د پوهني محترم وزارت په همغږۍ سره دوام ورکوو." نوموړي زیاته کړه، " د ټولو ممکنه لارو څخه به کار واخلم تر څو په ګډه سره وکولای شوو چې افغان میشتو ګډوالو کورنیو بچیانو ته د پوهني له لارې یو روښانه راتلونکۍ وټاکو، که چیرې په دغه ډګر کې هلې ځلې و نه کړو نه خداي مه کړه یو نسل به د پوهنې له نعمت څخه محروم شي."

د لیدنې په وروستیو شیبو کې، ښاغلي قادري د سفارت د تحصیلي څانګې مسؤل ښاغلي احمد فیروز صالح، د مطبوعاتو څانګې مسؤل ښاغلی عبدالحق آزاد، د لېسې له مدیرې سره او ځینو ښوونکو په ملتیا د ښوونځي بېلابېلو ټولګیو د آزمویني له بهیر څخه لیدنه او د زده کوونکو سره د زړه خواله وکړه چې په ترڅ کې ځینو زده کوونکو خپلې نیوکې، وړاندیزونه او ستونزي د ښاغلي قادري په حضور کې وړاندي کړل.

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn