په نوي ډيلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفارت نوي ټاکل شوي مستشار او مختار وزیر ښاغلي طاهر قادري نن سهار د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي په ۲۸ مه نېټه د دې سفارت د شارژدافیر په توګه خپله دنده پېل کړه.

ښاغلي قادري د دې سفارت همکارانو سره په تعارفي ليدنه کې لاندې ټکو ته اشاره وکړه.

له هغه راهیسې چې د بهرنيو چارو وزير، جلالتمآب صلاح الدین ربانی په وړانديز او د ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني په منظورۍ په دې دنده وګمارل شوم، یو ځانګړی هېجان مې درلود، له يو لورې د مسؤلیت اداء او په دومره مهم هېواد کې د افغانستان استازیتوب راته یو لوی ویاړ او د ګټور فعالیت لپاره یو فرصت دی.

څرنګه چې د افغانستان اسلامي جمهوریت ولسمشر د هند لومړي وزير سره  په یوه ليدنه کې ټینګار وکړ چې ( نور خلک د خپلې راتلونکې د جوړولو دپاره باید خپل تېر وخت ته کتنه وکړي مګر افغانستان او هند داسې ماضي لري چې د هغې په مټ خپله راتلونکې جوړولی شي) غواړم تاکيد وکړم چې هند د افغانستان لپاره یو کليدي هېواد دی او دا د افغانستان اسلامي جمهوریت او شخصاً د ولسمشر د (سیمه ییز اتصال) سیاست د اساسي کرښو لویه برخه ده.

افغانستان او هند د پېړيو راهیسې تاريخي اړيکې او ګډ مشترکات لري چې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو رژیم د ړنګېدلو څخه وروسته دا اړيکې په تازه بڼه پراخې شوې. يو لوی ليکوال د افغانستان او هند په اړه ليکلي دي چې هند په افغانستان کې بهترين سیاست لوبولی او توانېدلی دی چې د سوداګريزو لارو او هوايي دهلېزونو، روغتيايي خدماتو، د ویزې سهولتونو او حتی د باليووډ څخه په ګټنې د افغانستان د اتباعو په ( ذهن او ضمیر) کې خپل ځای لا پياوړی کړی دی.

هند په بېلابېلو برخو کې د افغانستان د لویو مرسته کوونکو هېوادونو څخه دی، مونږ په دې هېواد کې تر ټولو ډېر محصلین لرو، له یو بله سره ډېرې شريکې ګټې لرو، افغانستان او هند د اقتصادي همکارۍ، صادراتو او وارداتو ډېر لوړ ظرفیت او پتانسيل لري، افغانستان د منځنۍ او لوېديځي اسیا سره د هند د نښلوونې بهترينه لاره ده، د بنسټپالنې او ترورېزم ګواښ دواړو هېوادونو ته خطرناک او د پاملرنې وړ دی، په افغانستان کې د هند او سمیه ییزو رقيبانو تر منځ يې د نقش متوازن ساتنه د ملتونو د تاریخي دوستۍ او ځينې نور موراد د دې سبب شوي تر څو دا دواړه هېوادونه د ډېپلوماتيکي او سیاسي همکاریو په یو سالم مسير کې قرار ولري.

د افغانستان دولت د يو استازي په توګه ژمنه کوم چې د افغانستان د دولت، شریف ملت او د ډېپلوماسۍ دستګاه يو واقعي استازی به یم، ملي ګټې او د افغانستان د بهرني سياست اصول به مې په دې سفارت کې د فعاليتونو يوازينی لارښوود وي.

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn