په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت د هند د اسلامي او کلتوري اړیکو بنسټ په همکارۍ د ۱۳۹۸ لمریز کال د غویې میاشت په ۱۳ مه نېټه په نوي ډیلي کې ګډه مشاعره جوړه کړه چې د دواړو هېوادونو څخه دولتي چارواکو، د پښتو، دري ، اردو او هندي ژبو ګڼ شمیر نامتو ادیبانو، شاعرانو، لیکوالانو او د هنر مینه والو په کې ګډون کړي وو.

د مشاعري په پیل کې د دې سفارت شارژدافیر، ښاغلي محمد خیرالله آزاد د دواړو هېوادونو ګډي کلتورې هڅي وستایلي او د اسې نوښتونو د لا پراختیا ژمنه یې وکړه. نوموړي زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو په همکاریو او هڅو د ادبي غونډو په جوړولو سره د کلتوري ارژښتونو لمنه لا نوره پراخه او سمسورتیا مومي.

وروسته د هند اسلامي او کلتوري بنسټ رییس ، ښاغلي سراج قریشي هم وینا وکړه او د دواړو هېوادونو په کلتوري ارزښتونو باندې یې رڼا واچوله.

د دې سفارت کلتوري اتشي ، ښاغلی اجمل عالمزي د مېلمنو د راتګ څخه مننه وکړه او دا ډول مشاعري او ادبي غونډي یې د دوه اړخیزه کلتوري اړیکو څخه د نوي نسل په خبرتیا کې ګټوري وبللي.

په پای کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت هغه شپږ تنه هندي پوهان چې د ژبو په وده او پرمختک کې یې خورا ډیر زیار ګاللی، وستایل. تمه ده چې په نږدي وخت کې به دې شپږو تنو ته د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري مډالونه هم ورکړل شي.

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn