۵ حمل ۱۳۹۸

نوی ډيلی- د افغانستان اسلامي جمهوريت سفارت او د هند-افغانستان بنسټ په مرسته د ۱۳۹۸ کال د نوروز جشن د جواهر لال نهرو پوهنتون په انګړ کې ونمانځل شو

دا غونډه چې په هند کې د افغانستان اسلامي جمهوريت سفارت شارژدافير، ښاغلي محمد خېرالله آزاد سربېره د جواهر لال نهرو پوهنتون مرستيال، د نوموړي پوهنتون د پښتو او دري ژبو پوهنځيو مسؤلینو، استادانو او زده کوونکو هم پکې ګډون کړی وو، د نوروز د لرغونتوب په اړه د دې پوهنتون د پښتو او دري ژبو زده کوونکو له لوري د مقالو او پسرلنۍ ترانو په لوستلو ، تمثيلي پارچو او موسيقي په غږولو سره ونمانځل شوه

د دې سفارت شارژدافير، ښاغلي محمد خېرالله آزاد د خپلې وينا په ترڅ کې د نوروز په لرغونتوب رڼا واچوله او دا يې د لرغوني بلخ څخه راپورته شوی جشن وګاڼه چې د پخوا زمانو راهيسي يې خلک د ژمي په پای کې د طبعيت د بيا غوړېدا، په بشري ټولنه کې د دوستۍ، محبت، د سولې او روغې جوړې په پار نمانځي

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn