د نوي ډيلي په ساهتیا اکاډمۍ کې د روان کال د فبرورۍ د ۲۲ مې څخه تر ۲۴ نېټې پورې د سوېلي اسیا د کلتور پوهانو او لیکوالانو بنسټ له لوري د صوفیزم او بودیزم په اړه لمانځغونډه جوړه شوې وه، په دې غونډه کې د سوېلي اسیا په لسکونو کلتور پوهانو، څېړونکو او ادیبانو ګډون درلود.

په یاده غونډه کې د دې سفارت کلتوري اتشې، ښاغلي اجمل عالم زي هم ګډون کړی و. نوموړي د دې ډول غونډو جوړول د ادیانو په نږدېوالي او یووالي کې يو رغنده او ګټور ګام وباله.

هغه زیاته کړه، ټول ادیان په همغږۍ سره باید د ترهګرۍ، بنسټپالنې او تاوتریخوالي پر وړاندې يوه خوله شي او زیار وګالي تر څو د دې ناوړه پدیدې مخه ونيسي، ترهګرو ته اجازه ورنکړي چې د ادیانو تر سيوري لاندې خپلو کرغېړنو اعمالو ته ادامه ورکړي. صوفیزم د یو ښوونځي په توګه تل هڅه کړې ده تر څو د ریاضیت پر بنسټ د نړۍ د ټولو انسانانو تر منځ دوستي، محبت او ورورګلوۍ ته تبلیغ وکړي، دا ښوونځی هېڅ ډول ترهګرۍ او تاوتریخوالي باندې باور نه لري.

په پای کې د سارک غړو هېوادونو په استازیتوب ځینو څیړونکو او لیکوالانو هم د یادي پدېدې  په اړه خپلې مقالې څرګندونې ګډونوالو سره شرېکې کړې.

 

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn