نوی ډیلی – د افغانستان او هند بنسټ د مدیره هیئت یولسمه ناسته د دوشنبې په سهار د افغانستان اسلامي جمهوریت د لوی سفارت په انګړ کې، د دې سفارت د شارژدافیر ښاغلي محمد خیرالله آزاد او په کابل کې د هند سفیر ښاغلي ویني کمار په مشرۍ جوړه شوه.
همداراز په دې ناسته کې د مدیره هیئت غړو څېړنوال عبدالغفور لیوال، موسی عارفي، ګاتم موکوپادیا، نورآغا نوري، جنیش کین او د کابل چپټر د بنسټ سکرتر سودیف روی او د ډیلي چپټر سکرتر حامد تهذیب هم ګډون درلود.
په پېل کې د تېرې غونډې پر پرېکړو خبرې اترې وشوې او د دې بنسټ د تېر کال د فعالیتونو ستاینه یې وکړه او او ټینګار یې وکړ چې دا پروژې د دواړو هېوادونو د خلکو تر مینځ د فرهنګي اړیکو د لا پیاوړتیا لامل ګرځي.
په پای کې، د ډیلي چپټر له لوري وړاندیز شوې فرهنګي او اکاډمیکې پروژې تر بحث لاندې ونیول شوې.