نوی ډیلی – د دوو تنو افغان نقاشانو د هنر پينځه ورځنی نندارتون د روان کال د لیندۍ میاشتې په ۲۰ مه نېټه په نوي ډیلي کې د افغانستان ا. ج. لوی سفارت د فرهنګي اتشې د دفتر او هند نړیوال مرکز (Indian International Centre) له لوري پرانیستل شو.

دا نندارتون د افغان سفارت د شارژدافیر ښاغلي محمد خیرالله آزاد او د هند نړیوال مرکز مشر مارشان نریش ورما له لوري د لسګونو هندي او افغاني فرهنګیانو او هنرمندانو په شتون کې پرانیستل شو.

په نوي ډيلي کې د ا. ا. ج لوی سفارت فرهنګي اتشې ښاغلي اجمل عالمزي د دې نندارتون په جوړولو کې د هند نړیوال مرکز له مرستې څخه مننه وکړه؛ او د ورته فعالیتونو او خپرونو په زیاتېدو یې ټینګار وکړ.

په دې نندارتون کې د افغان هنرمندانو ۸۰ نقاشیانې نندارې ته اېښودل شوي دي.  چې  د غنمو له پلالو او غوړیو څخه جوړې دي.

د یادونې وړ ده چې دا نندارتون د روان کال د لیندۍ تر ۲۴ مې نېټې دوام کوي.

 

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn