د ۱۳۹۷ کال د لړم ۳۰ مه

نوی ډیلي – د سبروټو نړیوال جام سیالۍ چې د روان ۱۳۹۷ کال د تلې میاشتې په ۲۵ مه نېټه د ۴۰ هېوادونو ترمینځ  په نوي ډیلي کې پیل شوې او د تلې په ۲۹ مه نېټه پای ته ورسېدې چې پکې د افغانستان د ۱۷ کلنو ځوانانو فوټبال ټیم ګډون درلود او په پایلوبه کې یې دویم مقام ترلاسه کړ.

د ۱۷ کلنو ځوانانو ټیم د هند هوايي ځواک او هوايي ځواکونو اکاډمۍ له ټیمونو څخه د سیالیو په ګټلو سره له بنګله دېش سره وروستۍ سیالي ترسره کړه چې د بنګله دېش په بریا سره پای ته ورسېده او په دې توګه افغانستان دویم مقام ترلاسه کړ.

د سبروټو جام سیالیو په پرانیستغونډه کې، د افغان ټیم د هڅولو په موخه د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفارت شارژدافیر ښاغلي محمد خیرالله آزاد او د دې سفارت فرهنګي اتشې ښاغلي اجمل عالمزي هم ګډون کړی وو.

ښاغلي محمد خیر الله آزاد افغان لوبډله د هغوی د لاسته راوړنو د قدردانۍ په موخه په ستاینلیکونو ونازول.

د سبروټو نړیوال جام سیالۍ د لومړي ځل لپاره په ۱۹۶۰ زېږدیز کال کې د هند ولسمشر ایرمارشال سبروتو مکرجي په لارښوونې سره جوړه شوه او وروسته له هغې دا سیالۍ هر کال د هند هوايي ځواک له لوري د بېلابېلو هېوادونو د فوټبال د ټیمونو ترمینځ په نوي ډیلي کې ترسره کېږي. سږ کال هم د افغانستان د ۱۷ کلنو نجونو فوټبال لوبډلې، د ۱۷ کلنو هلکانو فوټبال لوبډلې او تر ۱۴ کلنو ښکته نوو ځوانانو ټیم په دې سیالیو کې ګډون کړی وو. د یادونې وړ ده چې تېر کال د افغانستان ۱۷ کلنو ځوانانو ټیم په دې سیالیو کې لومړی مقام ترلاسه کړی وو.

                  

 

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn