په نوي ډيلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر ښاغلي ډاکتر شیدا محمد ابدالي، د روان کال د سپتمبر په ۱۷ مه نېټه د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال وزیر ښاغلي ویجې کیشف ګهوکلې سره وکتل.
د دې ناستې په ترڅ کې دواړو خواوو د افغانستان او هند تر مینځ د دوه اړخیزه اړیکو او همداراز د دې اړیکو د لا پراختیا په لارو چارو خبرې وکړې.
افغان سفیر همداراز د ستراتیژیک مشارکت تړون (Strategic Partnership Agreement) د شورا د غونډې په اړه هم خبرې وکړې چې ټاکل شوې سږ کال په کابل کې جوړه شي.
دواړو لورو همداراز په افغانستان او سیمه کې د اوسنیو ستونزو، په ځانګړې توګه تروریزم او د هغې د حل لارې پر موندلو ټینګار وکړ.