په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفارت، نن ماسپښین د روان زېږديز کال د سپټمبر په ۱۰ مه نېټه د شهید اونۍ د سفارت په انګړ کې ولمانځله.

دا لمانځنه د قرآن عظیم الشان په ختم سره پیل شوه چې پکې په نوي ډیلي کې مېشتو افغانانو،د قرآن عظيم الشان حافظانو، افغان محصلینو او د سفارت کارکوونکو ګډون کړی وو.

د سپېڅلي قرآن له ختم څخه وروسته ډاکتر شېدا محمد ابدالي، د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او په دې مراسمو کې یې د هغوئ د ګډون له امله مننه وکړه، زیاته یې کړه: :"افغانستان شهید پاله هېواد دی. موږ په خپلو هغو شهیدانو ویاړو چې په تېرو ۴۰ کلونو کې یې ځانونه د ازادۍ لپاره قربان کړي او نن موږ د هغوی له ګټل شوې ازادۍ څخه برخمن یو."

افغان سفیر د خپلې وینا په ترڅ کې وویل: مونږ افغانان باید د خپلو شهیدانو د ارمانونو د پوره کولو او همداراز په هېواد کې دسراسري سولې او امن د تآمین په موخه کار وکړو تر څو داسې یوه ورځ راشي چې د خپلو ټولو شهيدانو ارمانونه مو پوره کړي وي.

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn