په نوي ډيلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر ډاکتر شېدا محمد ابدالي، د روان کال د اګست په ۲۷ مه نېټه د افغان دولتي چارواکو لپاره د WTO مطالعاتو مرکز دویمه ښوونیزه خپرونه پرانېسته.

ښاغلي سفیر د خپلې وینا په ترڅ کې وویل: "مخکې له دې چې افغانستان د WTO غړیتوب ترلاسه کړي، یو شمېر ښوونیزې خپرونې یې اړوندو چارواکو ته جوړې کړې چې له امله یې نوموړي چارواکي د سوداګرۍ د قوانینو په جزییاتو پوه کړل.

ډاکټر ابدالي همداراز د WTO له غړیتوب څخه وروسته د افغانستان د ژمنو او اړوندو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې، زیاته یې کړه چې دا خپرونې ګډونوالو ته د سوداګریزو قوانینو اړوند مالوماتو د ورکولو په برخه کې مرسته کوي.

د یادونې وړ ده چې په دې مراسمو کې د افغانستان نړیوال سوداګریز بنسټ مشر میر سعید سعیدي، د سوداګریزو چارو لپاره د هند دولت وزیر انوپ ودهاون، د WTO مطالعاتو مرکز مشر پروفیسور ابهیجیت داس، د IIFT مشر منوج پنت او د WTO مطالعاتو مرکز عمومي مشر پروفیسور مکیش بتنګر هم ګډون کړی وو.

د WTO مطالعاتو مرکز چې مالي ملاتړ یې اروپايي ټولنه کوي، د افغانستان دولتي چارواکو ته یو شمېر ښوونیزې خپرونې په لار اچولې دي چې ظرفیت جوړونه یې د هند د بهرنیو سوداګریو بنسټ له لوري د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په مرسته ترسره کېږي.

مخکې هم ورته خپرونه د افغانستان ۲۰ تنو دولتي چارواکو ته جوړه شوې وه، دا ځل به هم دا خپرونه د اګست له ۲۷ څخه د همدې میاشتې تر ۳۱ مې نېټې پورې دوام ومومي.

 

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn