په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي، د روان کال د اګست میاشتې په ۱۲ مه نېټه په هند کې د ملګرو ملتونو د هاروارډ موډل (Harvard Model United Nations India) کنفرانس چې د هند جمهوریت په حیدرآباد ښار کې جوړ شوی وو، وینا وکړه.  

دا کنفرانس چې د لا ښه راتلونکي لپاره پر مهارتونو د ځوانانو د سمبالولو په موخه د هاروارډ نړیوالو اړیکو شورا او World View Education له خوا جوړ شوی وو، د افغانستان سربېره له هند او نړۍ څخه له ۱۵۰۰ څخه زیاتو زده کوونکو ګډون کړی وو.

ډاکټر ابدالي د خپلې وینا په ترڅ کې د راتلونکي سیاسي لیدلوري په تعریف کولو کې د ځوانانو په ونډې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: "زموږ د راتلونکي نسل لپاره دا ډېره اړینه ده تر څو د نړیوالو ارزښتونو په زېور سمبال شي او نن ویاړم چې له دې ډلې سره مې خپل اندونه شریکوم."

افغان سفیر وویل: "زه خورا خوښ یم چې نن د افغانستان ځوانان د نړۍ له ځوانو رهبرانو سره په ګډه د HMUN India او World View Education د خپرونې له لارې پر نړیوالو موضوعاتو بحث کوي. ځونان باید وهڅول شي، ځکه دوی ته  په راتلونکي کې د نړۍ مسؤلیت ورسپارل کېږي."

ډاکټر ابدالي د کنفرانس گډونوالو ته وویل: "موږ او تاسو تل هڅه کوو چې ښه راتلونکی ولرو او ښه راتلونکی ستاسو په لاس کې دی."

د ځوانانو نړیواله ورځ د ملګرو ملتونو له خوا طرح شوې ده، او موخه یې د ځوانانو په اړه د خبراوي د خپرولو او همداراز هغو فرهنګي او قانوني موضوعاتو ته د نړیوالو د پام راجلبول دي چې ځوانان ورسره لاس او ګرېوان دي. دا ورځ هر کال د اګست میاشتې په ۱۲ مه نېټه په ټوله نړۍ کې لمانځل کېږي.

د یادولو وړ ده چې The HMUN India له تېرو ۷ کلونو څخه راپدېخوا ۱۰،۰۰۰ ځوانانو ته د دوی د ظرفیتونو د جوړولو فرصتونه برابر کړي دي.

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn