په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي، د روان کال د اګست میاشتې په اوومه نېټه د هند ځوانانو نړیوالې کمېټې (International Youth Committee, India) له مشر کې. کې. سینګ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

له دې ناستې څخه موخه د سویلي اسیا ځوانانو د دویم کنفرانس په اړه خبرې کول او همداراز افغان سفیر ته په نوموړي کنفرانس کې د ځانګړي ویناوال د بلنې ورکول وو.

په دې کنفرانس چې ټاکل شوې د ۲۰۱۸ کال د نومبر میاشتې له ۲۸ څخه تر ۳۰ نېټو پورې د سریلانکا هېواد په کلمبو ښار کې جوړ شي د سارک غړو هېوادونو ځوانان ګډون کوي.

افغان سفیر د هند ځوانانو نړیواله کمېټه د دې او دې ته ورته کنفرانسونو د جوړولو په موخه وستایله او زیاته یې کړه چې دا ډول غونډې د سویلي اسیا او په تېره بیا افغان ځوانانو لپاره په نړیواله کچه د اندونو او تجربو د شریکولو فرصتونو د رامینځ ته کېدو لامل کېږي. ډاکټر ابدالي همداراز د ټولنې د ابادۍ او پرمختګ په برخه کې د ځوانانو د ونډې د ارزښت په اړه خبرې وکړې.

د سویلي اسیا ځوانانو فعالیتونو ته په اشارې سره افغان سفیر وویل چې د دې ځوانانو موخه په سیمه کې د مثبت بدلون راوستل دي. ډاکټر ابدالي همداراز د سولې په رامینځ ته کولو کې د افغان ځوانانو د هڅو او د هېواد او سیمې په پرمختګ کې د دوی د ونډې په اړه خبرې وکړې.

د دې ناستې په ترڅ کې افغان سفیر د افغان ځوانانو د ظرفیتونو په اوچتولو کې د هند حکومت له مرستو او هڅو مننه وکړه او د هند ځوانانو نړیوالې کمېټې مشر ته یې په کنفرانس کې د خپل شوني ګډون اطمینان ورکړ.

 

 

 

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn