په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي، د روان زېږدیز کال د اګست په لومړۍ نېټه په نوي ډيلي کې د افغان سیک او اهل هنود له استازو سره د سفارت په بلخ تالار کې وکتل.

د دې ناستې موخه په افغانستان کې د سیک او اهل هنود د اړتیاوو، ستونزو او ستونزو ته یې د حل لارو د موندلو په اړه د خبرو اترو کول وو.

په پیل کې افغان سفیر د ناستې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویلو او یو ځل بیا یې د ننګرهار ولایت د جلال آباد په ښار کې د چادونې له امله د یو شمېر سیک او اهل هنود وطنوالو د له لاسه ورکولو په اړه خواشیني څرګنده کړه. ډاکټر ابدالي وویل چې افغان حکومت په افغانستان کې د اقلیتونو د خوندیتوب په برخه کې ژمن دی او د دوی د امنیت د ټینګولو لپاره عامه اندونو او سپارښتنو ته سترګې په لار دی تر څو وکولی شي په دې برخه کې اقدام وکړي.

د دې ناستې په ترڅ کې د غونډې ګډونوالو د افغانستان له حکومت څخه وغوښتل تر څو په افغانستان کې د سیک او اهل هنود سپېڅلي ځایونه راجستر کړي. په ځواب کې افغان سفیر دوی ته د افغانستان جمهوري دولت د حج او اوقافو وزارت د اړوند پلان په اړه خبر ورکړ چې ډېر ژر به پلی شي.

په نوي ډيلي کې د افغان سیک او اهل هنود استازو همداراز د افغان تذکرو د لاسته راوړلو په برخه کې خپلې ستونزې شریکې کړې او له افغان سفارت څخه یې په دې برخه کې مرسته وغوښتله. افغان سفیر د غونډې ګډونوالو ته د هغه هیئت په اړه خبر ورکړ چې ډېر ژر به هند ته سفر وکړي او د دوی د هویت له تثبیت څخه وروسته ورته افغان تذکرې توزیع کړي.

د یادونې وړ ده چې نریندر سینګ، د اوتار سینګ زوی د خپل مرحوم پلار په ځای پارلماني ټاکنو ته نوماند شوی دی.

 

 

 

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn