په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي، د روان کال د جولای میاشتې په ۲۴ مه نېټه د هندي سوداګرو د سوداګرۍ خونو (Indian Merchant Chamber of Commerce) له عمومي مشر اجیت منګلورکر، د دې بنسټ له عمومي مرستیال سنجی میهتا او مرستیال ویپال سریواستوا سره وکتل.

د دې ناستې موخه د هوساینې په لور لار (Passage to Prosperity)‌نندارتون په اړه چې ټاکل شوې  د هندي سوداګرو د سوداګرۍ خونو په همکارۍ سره د روان کال د سپټمبر له ۱۲ څخه تر ۱۵ مې نېټې پورې د هند جمهوریت په ممبۍ ښار کې جوړ شي، خبرې کول وو. په دې ناسته کې د هوساینې په لور لار نندارتون په اړه چې د افغانستان سوداګرۍ خونو (ACCI) او هندي سوداګرو د سوداګرۍ خونو تر مینځ د ګډې سوداګرۍ خونې د جوړېدو په موخه به د تړون لاسلیک کېدو ته لار پرانیزي، خبرې وشوې.

افغان سفیر د خپلو خبرو په ترڅ کې د (په افغانستان کې تولید شوي) نندارتون په اړه چې څو ورځې د مخه په نوي ډیلي کې جوړ شوی وو او د افغانستان او هند تر مینځ د ۷۰ میلیونو امریکايي ډالرو عاید د لاسته راړولو لامل شو، یادونه وکړه. ډاکټر ابدالي همداراز د تېر کال هوساینې په لور لار نندارتون په اړه چې په پایله کې یې تر ۵۰ ملیونو امریکايي ډالرو تړونونه لاسلیک شول هم خبرې وکړې.

د افغانستان او هند تر مینځ سوداګریزو اړیکو ته په اشارې سره افغان سفیر وړاندیز وکړ تر څو د هندي سوداګرو د سوداګرۍ له خونو سره اړیکې د دواړو هېوادونو د اقتصادي ګټو او همداراز د هند نورو ښارونو ته د ورته همکاریو د پراخېدو په موخه اړیکې لا پیاوړې شي.

د هندي سوداګرو د سوداګرۍ خونې په پام کې لري چې د هوساینې په لور لار نندارتون ته ورته د ښځو د پیاوړتیا او طبي سیاحت دوې ناستې هم جوړې کړي. همداراز په پام کې ده چې نوموړی بنسټ په ممبۍ ښار کې دوه رسنیز کنفرانسونه د روان کال د اګست میاشتې په ۳۰ مه نېټه جوړ کړي تر څو د هوساینې په لور لار نندارتون په اړه چېرې چې افغان سفیر به پکې د ځانګړي مېلمه په توګه وینا وړاندې کوي، خبرې اترې وشي.

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn