ډاکټر شیدا محمد ابدالي، په نوي ډيلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر د روان کال د جولای په ۱۳ مه نېټه د "په افغانستان کې تولید شوي: د طبعیت تر ټولو غوره" نندارتون د یو شمېر افغان او هندي سوداګرو په شتون کې پرانیست.

دا نندارتون د نوي ډیلي په آی ټي سي موریا هوټل کې د افغانستان له لوري او د نړیوالې پراختیا لپاره د امریکې متحده ایالاتو ادارې (USAID) او (Roots of Peace) بنسټ په همکارۍ سره د دوو ورځو لپاره جوړ شوی او پکې د افغانستان تر ټولو غوره وچې میوې او مصالحې نندارې ته اېښودل شوي دي.

افغان سفیر په دې پرانیستغونډه کې د خپلې وینا په ترڅ کې افغان سوداګرو ته ښه راغلاست وولو او د دې نندارتون په جوړولو کې د همکارۍ او همداراز د نندارتون لپاره د تر ټولو غوره نوم د ټاکلو لپاره یې له USAID  څخه مننه وکړه. ډاکټر ابدالي همداراز د افغانستان او هند ترمینځ د هغو ګډو سوداګریزو نوښتونو په اړه خبرې وکړې چې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د لا پیاوړتیا لامل ګرځېدلې دي.

ډاکټر ابدالی د خپلې وینا په ترڅ کې د تير "هوساینې په لور لار-Passage to Prosperity" نندارتون یادونه وکړه چې ۲۵۰ میلیونه ډالره ګټه ترې اوچته شوه او زیاته یې کړه چې د راتلونکي "هوساینې په لور لار- Passage to Prosperity "   نندارتون د ارزښت په اړه چې ټاکل شوې په  ممبۍ ښار کې جوړ شي، خبرې وکړې. افغان سفیر همداراز د افغانستان او هند ترمینځ د سوداګرۍ د حجم د زیاتېدو په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل چې دا حجم اوس  ۹۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو ته رسېدلی او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې ۲ بیلیونه امریکايي ډالرو ته ورسېږي.

د USAID او هند د دوام لرونکو مرستو ته په اشارې سره افغان سفیر په افغانستان کې د زراعتي سکټور د بنسټیزه کولو پر اړتیا ټینګار وکړ. افغان سفیر همداراز وړاندیز وکړ تر څو د افغانسان، هند او امریکا هېوادونو تر مینځ د سوداګریزو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره دری اړخیزه سوداګریزې خونې جوړې شي.

د یادونې وړ ده چې په دې نندارتون کې به له ۵۰۰ څخه زیات هندي سودګر له افغاني سوداګرو سره وګوري تر څو سوداګریز فرصتونه راوسپړي.  دا نندارتون سوداګریز سیمینارونه او نېغ په نېغه ناستې هم رانغاړي.

 

 

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn