د ننګرهار ولایت په جلال آباد ښار کې د وروستي ځانمرګي برید په ترڅ کې د ۱۷ افغان سیکانو او اهل هنود وطنوالو د له لاسه ورکولو له امله په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر داکټر شیدا محمد ابدالي د روان کال د جولای په نهمه نېټه په هغه غونډه کې ګډون وکړ چې د هندي سیکانو له لوري په رکاب ګنج صاحب ګردواره کې له افغان سیکانو سره د خواخوږۍ په موخه جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې په بهرنیو چارو کې د هند دولت وزیر وی کی سینګ هم ګډون کړی وو.

ډاکټر ابدالي د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې دا حمله یواځې پر افغان سیکانو او اهل هنود نه وه، بلکه پر ټول افغان ولس او د افغانستان پر یوالي او اتحاد وه. افغان سفیر پر افغانستان او هند غږ وکړ تر څو د هغو ستونزو او خنډونو په وړاندې حل لارې لا پیاوړې کړي چې دواړه ملکونه ورسره لاس او ګرېوان دي.

افغان سفیر زیاته کړه چې د افغانستان حکومت له افغان سیکانو او اهل هنود سره د هر ډول مرستو د وړاندې کولو لپاره چمتو دی.

 

 

 

 

 

 

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn