په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي، د روان کال د جولای میاشتې په ۶ مه نېټه د شیرومنی اکالی دال ډیلي (Shiromani Akali Dal Delhi-SADD) له مشر پرمجیت سینګ سما، عمومي مرستیال هرویندر سینګ سما او یو شمېر چارواکو سره د سفارت په بلخ تالار کې ولیدل.

د دې ناستې موخه په افغانستان کې د سیکانو او اهل هنود افغانانو د حفاظت او لا خوندیتوب غوښتنه وه.

په پیل کې افغان سفیر د ناستې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویلو او د افغانستان او هند ترمینځ یې د لرغونو تاریخي او فرهنګي اړیکو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې دا اړیکې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمینځ د ارزښتونو پر بنسټ دي.  ډاکټر ابدالي همداراز وویل چې افغانستان د بېلابېلو فرهنګي او مذهبي ارزښتونو په درلودلو سره به هېڅ کله چا ته اجازه ورنکړي چې اتحاد یې له مینځه یوسي.

ډاکټر ابدالي همداراز زیاته کړه: "په افغانستان کې سیکانو او اهل هنود قومونو د افغانستان د اقتصاد په پرمختګ کې د پام وړ ونډه لوبولې ده."

د دې ناستې به ترڅ کې د SADD چارواکو له افغان حکومت څخه وغوښتل تر څو په افغانستان کې د افغان سیکانو او اهل هنود یو بل استازي ته اجازه ورکړي چې د افغانستان په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې د ګډون لپاره نوماند شي. افغان سفیر د اوتار سینګ او ۱۶ نورو افغان سیکانو او اهل هنود د له لاسه ورکولو پخاطر د خواشیني په څرګندولو سره دوی ته ډاډ ورکړ چې افغان حکومت په دې هڅه کې دی تر څو د افغان سیکانو او اهل هنود یو استازی په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې نوماند کړي.

د SADD چارواکو همداراز له افغان حکومت څخه وغوښتل تر څو د افغان سیکانو او اهل هنود په حفاظت او خوندیتوب کې مرسته وکړي. په ځواب کې افغان سفیر دوی ته د افغان حکومت د هغو پلانونو په اړه ډاډ ورکړ چې د افغانستان د لږکیو قومونو د حفاظت او خوندیتوب لپاره طرح شوي او ډېر ژر به پلي شي.

ډاکټر ابدالي د دې ناستې په ترڅ کې د ګډ دښمن، تروریزم په وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغانستان او هند تر مینځ د اتحاد او یوالي پر ارزښت هم خبرې وکړې.

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn