د افغانستان به جلال آباد ښار کې د وروستي ځانمرګي برید په پایله کې د ۱۷ سیک او هندو افغانانو د له مینځه تللو د یادون په موخه، په نوي ډيلي کې د افغانستان لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي د روان کال د جولای میاشتې په ۳ مه نېټه د هند پارلمان له غړو سوکدیو سینګ دهینسا او پرېم سینګ چندمارجا او د ډیلي د سیکانو ګردوارو د اداري کمېټې مشر منجیت سینګ په ګډون د افغان سیک او اهل هنود له یو شمېر استازو سره د سفارت د بلخ په صالون کې وکتل.

په پیل کې افغان سفیر د ننګرهار ولایت په جلال آباد ښار کې د وروستۍ چاودنې په پایله کې د افغانستان پارلمان نوماند اوتار سینګ په ګډون د ۱۶ سیک او ۱ هندو افغان د له مینځه تللو له امله خپله خواشیني او خفګان څرګنده کړ.

سیک او اهل هنود ته د هند او افغانستان ترمینځ د تاریخي اړیکو د اصلي ستون حیثیت په ورکولو سره افغان سفیر وویل: " موږ ټول د تروریزم قرباني یو، درد مو یو دی او دښمن مو هم یو دی. دا د افغانستان پر بېلابېلو قومونو او د دې قومونو تر مینځ په یووالي او اتحاد باندې برید وو او د دې اتحاد او یووالي د ساتلو لپاره ښايي له خپل ګډ دښمن سره په ګډه وجنګېږو."

د افغان سیک او اهل هنود د مشر اوتار سینګ شخصیت ته په اشارې سره افغان سفیر وویل چې اوتار سینګ یو ریښتینی وطنپاله افغان وو او نه یواځې د سیک او اهل هنود مشر وو، بلکې د افغانستان استازی وو. د هغه یواځنۍ هیله دا وه تر څو په افغانستان کې سوله او ثبات رامینځ ته شي. ډاکټر ابدالي وویل: "دا زموږ لپاره یو میراث دی چې ښايي موږ یې لار تعقیب کړو."

د دې ناستې په ترڅ کې د افغان سیک او هنود اهل استازو خپلې ستونزې چې په افغانستان کې ورسره لاس او ګرېوان دي، شریکې کړې چې د افغان سفیر له لوري واورېدل شوې او ورته وعده ورکړل شوه چې دا ستونزې له افغان حکومت سره شریکې کړي تر څو اړین اقدامات وشي.

 

 

د.

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn