په نوي ډيلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي، د روان کال د مې میاشتې په ۱۴ مه نېټه د نړیوالې پراختیا لپاره د امریکا متحده ایالاتو نمایندګۍ (USAID) له هیئت سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

دې هیئت د پاکستان او افغانستان چارو د دفتر (Office of Afghanistan and Pakistan Affairs) مرستیال، ګریګ هوګر په استازي توب په دې ناسته کې ګډون کړی وو.

د دې ناستې په ترڅ کې نوموړي هیئت د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د امریکې متحده ایالاتو د پالیسۍ په چوکاټ کې له افغانستان سره د USAID پر همکاریو باندې له تمرکزسره، د افغانستان لپاره د پراختیايي پروژو د پلان په اړه خبرې وکړې. 

دواړو پلاوو د هوساینې په لور لار (Passage to Prosperity) د دویم پړاو په اړه چې د روان کال سپټمبر په میاشت کې به د هند هېواد په ممبۍ ښار کې جوړ شي، خبرې وکړې.

نوموړي هیئت همداراز افغان سفیر ته د USAID د وروستیو پروژو په اړه چې د افغانانو لپاره د واحد توقف بازار (One-Stop Shop) هم رانغاړي او له ګمرک څخه د افغانانو د صادراتو لپاره لار پرانیزي، خبرې وکړې. د دې بازار په اړه د افغانستان او امریکې متحده ایالتونو د سوداګرۍ په دیارلسم کلني کنفرانس کې تصمیم ونیول شو. دا کنفرانس همداراز د دې لامل شو تر څو د افغانستان د هوايي دیپارتمنت او USAID تر مینځ د افغانستان د هغو تولیداتو تړون لاسلیک شي چې د کابل، هرات، کندهار او مزار شریف له  هوايي ډګر څخه لېږل کېږي.

د افغانستان سوداګرۍ د ودې په اړه د خبرو اترو په ترڅ کې افغان سفیر د "افغانستان د تولیداتو زون" چې په هند کې به پرانیستل شي، او د ښې بازارموندنې د اسانتیا او د افغانستان په صادراتو کې به د چټکتیا د رامینځ ته کېدو لامل شي، خبرې وکړې. همداراز افغان سفیر د افغانستان، امریکې متحده ایالاتو او هند تر مینځ د سوداګریزو همکاریو د پراختیا په موخه د سوداګریزو خونو د رامینځ ته کېدو وړاندیز وکړ تر څو ښه اقتصادي ثبات رامینځ ته شي.

افغان سفیر وویل: "هند همکار هېواد دی او کولی شي له افغانستان سره مرسته وکړي. له هند سره په همکارۍ، د USAID پروژې به د افغانستان په پراختیا کې د پام وړ لاسته راوړنې ولري."

د افغان سفیر او USAID پلاوي ترمینځ ناستې د اقتصادي فرصتونو د رامینځ ته کېدو او همداراز د افغانستان، امریکي متحده ایالاتو او هند تر مینځ د دری اړخیزه همکاریو د پراختیا په اړه ښې پایلي درلودې.

د دې ناستې په ترڅ کې همداراز وړاندیز وشو تر څو دا ډول غونډې وخت په وخت رامینځ ته شي تر څو په افغانستان کې د پروژو د چټکتیا او د Passage to Prosperity غوندې نندارتونونو او  ورته خپرونو د ادامې لپاره اړوند مالومات وړاندې شي.

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn