په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر ډاکټر شېدا محمد ابدالي د روان کال د می میاشتې په ۱۰ مه نېټه د هند کرکټ بورډ له ډاېرکټر امیتاب چودهري سره په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت په مقر کې وکتل.

په پیل کې ډاکټر ابدالي مېملنو ته ښه راغلاست ووایه، ورپسې يې د کرکټ په برخه کې له افغانستان سره د هند کرکټ بورډ او په ځانګړې ټوګه د هند د بهرنیو چارو وزارت هڅې وستایلې او هم یې د IPL په کلنیو سیالیو کې د افغان لوبغاړو د ګډون له امله خوښي څرګنده کړه. افغان سفیر کرکټ د یوالي، خوښۍ او پرمختګ لامل وګاڼه.

د ناستې په ترڅ کې د هند کرکټ بورډ ډاېرکټر د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرکټ په برخه کې د همکاریو په پیاوړتیا ټینګار وکړ او په IPL سیالیو کې یې د افغان لوبغاړو د کلیدي رول ستاینه وکړه.

نوموړي زیاته کړه چې د روان کال د جون میاشتې په څوارلسمه نېټه به افغان ملي لوبډله په بنګلور ښار کې د هند له ملی لوبډلې سره یوه پینځه ورځنۍ ټېسټ سیالي ولري چې د دواړو لورو څخه به لوړ پوړي چارواکي د لوبې نندارې ته هم راوبلل شي.

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn