په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي، د روان کال د مې میاشتې په ۵ مه نېټه پر افغان ژورنالستانو باندې د وروستیو بریدونو اړوند ناسته کې چې په نوي ډیلي کې د سویلي اسیا د بهرنیو ژورنالستانو کلب (Foreign Correspondents Club South Asia) له لوري جوړه شوې وه، وینا وړاندې کړه.

د ۱۱ خبریالانو د شهادت په موخه د تسلیت په وړاندې کولو او له FCC څخه د افغان ژورنالستانو په ویاړ د غونډې د جوړلو لپاره په مننې سره ډاکټر ابدالي د دې بریدونو د موخو او عواملو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: "د دې بریدونو پیغام ښکاره وو. پیغام دا وو تر څو د انصاف، عدالت، برابري او ډیموکراټیکو اصولو لپاره پورته شوي اوازونه بند کړي."

د دې غونډې په ترڅ کې افغان سفیر په لنډه توګه له ۲۰۰۱ کال څخه وروسته د افغان رسنیو د پرمختګ په اړه خبرې وکړې. په افغانستان کې د رسنیو ازادۍ ته په اشارې سره ډاکټر ابدالي وویل: "زما په اند په افغانستان کې د رسنیو ازادۍ په سیمه کې تر ټولو پراخه او ازاده ده چې د افغانستان د اساسي قانون له لوري یې هم ملاتړ کېږي."

په همدې توګه افغان سفیر د رسنیو د ملاتړ لپاره د افغانستان حکومت پلانونو په اړه هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې مالوماتو ته د ژورنالستانو د لاس رسي او همداراز د ځانګړو رسنیو د رامینځ ته کېدو او فعالیت اړوند نوي قانون سربېره، د افغانستان حکومت هڅه کوي تر څو د افغان ژورنالستانو لپاره د امن چاپېریال رامینځ ته کړي.

د خپلې وینا په پای کې افغان سفیر زیاته کړه چې د افغانستان حکومت به ډاډ ترلاسه کړي چې خپلې ټولې شونتیاوې وکاروي تر څو د افغانستان ژورنالستانو ته امن کاري چاپېریال برابر کړي. ډاکټر ابدالي همداراز د نړۍ د خبریالانو له بنسټونو څخه وغوښتل تر څو د نړۍ د ژورنالستانو د ملاتړ لپاره سره یو شي.

 

 

 

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn