د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر، ډاکټر شیدا محمد ابدالي، د روان کال د اپرېل میاشتې په ۱۸ مه نېټه د "Study in India- په هند کې زده کړې" وېب پاڼې په پرانیستغونډه کې چې د نوي ډیلي په (India Habitat Centre) کې جوړه شوې وه، خبرې وکړې.

د دې نوښت موخه چې د هند د دولت له لوري په لاره اچول شوې ده، د IITs  او IIMs سربېره، ۱۶۰ هندي پوهنتونونو او لوړو زده کړو بنسټونو ته د بهرنیو زده کوونکو راجلبول دي. د "په هند کې زده کړې" وېب پاڼه د هند د بهرنیو چارو وزارت وزیرې سوشما سوراج او د بشري سرچینو د پرمختیا وزیر پرکاش جوادکر له لوري پرانیستل شوه.

ډاکټر ابدالي د خپلې وینا په پیل کې هند ته د نوموړي نوښت لپاره د مبارکۍ په ویلو سره د دې وېب پاڼې د ارزښت په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: "دا وېب پاڼه به افغان محصلینو او بهرنیو زده کوونکو سره د هند په بېلابېلو پوهنتونونو کې او په بېلابېلو تحصلي برخو کې د ښکاره تګ لارې او اړوندو مالوماتو په لاس ته راوړلو کې مرسته وکړي."

افغان سفیر همداراز هند د افغان محصلینو لپاره د لوړو زده کوړ لپاره تر ټولو ښه مرکز وښود او د هند او افغانستان تر مینځ دوه اړخیزه همکاریو ته په اشاره یې وویل چې د هند حکومت د خپلو کمکونو له جملې، د ICCR، ITEC او ورته نورو خپرونو له لارې افغان محصلینو ته بورسیې وړاندې کوي.

ډاکټر ابدالي همداراز په افغانستان کې د لوړو زده کړو د اړینو  پرمختګونو په اړه د خبرو په ترڅ کې د هند له حکومت څخه د مډرنو پوهنتونونو او ښوونځیو په جوړولو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې اوس مهال هند افغان محصلینو ته ۱۰۰۰ بورسیې وړاندې کوي، په داسې حال کې چې اوس مهال ۱۶۰۰۰ افغان محصلین په هند کې په لوړو زده کړو بوخت دي. د نوې ټکنالوژۍ په پیل سره به له شک څخه پرته ټول بهرني زده کوونکي او په تېره بیا افغان زده کوونکي وکولی شي چې د خپلې خوښې پوهنتونونه د اړوندو مضمامینو سره انتخاب کړي.

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn