د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي د روان کال د اپرېل میاشتې په ۱۷ مه نېټه د (هند نړیوال مرکز) کې د بهرنیو چارو خبریالانو ټولنې (The Indian Association of Foreign Affairs Correspondents) له خوا جوړه شوې غونډه کې خبرې وکړې.
افغان سفیر په دې غونډه کې په افغانستان کې د سیاسي، اقتصادي او امنیتي حالاتو او همداراز د هند او افغانستان تر مینځ د دوه اړخیزه اړیکو، لاسته راوړنو، سیمه ایزو همکاریو، نړیوالو هڅو او راتلونکي په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د امنیتي چارو اړوند وروستیو پرمختګونو ته په اشارې سره، ډاکټر ابدالي د سیمه ایزو کنفرانسونو په اړه خبرې وکړې چې په افغانستان کې اوسني بحران ته د پای ټکي اېښودلو لپاره تر اوسه جوړ شوي.
افغان سفیر د سولې پروسې په اړه هم خبرې وکړې او د سیمه ایزو کنفرانسونو پر ارزښت یې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې نړیوال ملاتر او ژمنه به د دې لامل شي تر څو د سولې خبرو اترو لپاره لاره پرانیستل شي.
د وروستیو اقتصادي پرمختګونو په اړه ډاکټر ابدالي له اړینو پروژو لکه TAPI، چابهار بندر، TUTAP، TAP، Lapis Luzuli او د هند-افغانستان هوايي انګړ څخه یادونه وکړه.
ډاکټر ابدالي همداراز د هند او افغانستان تر مینځ د دوه اړخیزه اړیکو او لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې. افغان سفیر د هند جمهوریت د ۳ بلیونه امریکايي ډالرو بشري مرستو چې په افغانستان کې د اقتصادي، ټولینزې او همداراز بنسټیزې ودې لامل شوې دي، مننه وکړه.
په پای کې د افغانستان سفیر د ژورنالستانو او خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.
د یادونې وړ ده چې IAFAC د دوه اړخیزو او څو اړخیزه اړیکو اړوند موضوعاتو په اړه د مالوماتو د پراخولو په موخه د غونډو جوړولو په برخه کې فعالیت کوي. د نوموړي بنسټ ډیری مېلمانه د بهرنیو چارو وزیران، ډیپلوماټان، امنیتي سلاکاران، کارپوهان او ځانګړي استازي جوړوي.

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn