په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي د روان کال د اپرېل میاشتې په ۹ مه نېټه د هند جمهوریت مهراشترا ایالت له والي سی. ویدیاساګر راو (C. Vidyasagar Rao) سره وکتل.

د دې ناستې موخه د هند او افغانستان تر مینځ د سوداګریزو، فرهنګي او تحصیلاتي اړیکو او د دې اړیکو د لا پراختیا په اړه د خبرو اترو کول وو.

د ناستې په ترڅ کې دواړو پلاوو د "پانیپت" فلم او د هند او افغانستان پر اړیکو باندې د دې فلم د اغېزو په اړه خبرې وکړې. ډاکټر ابدالي د دواړو هېوادونو د پخوانیو فرهنګي اړیکو د پراختیا او لاغښتلتیا په برخه کې د هندي سینما د ونډې په اړه هم خبرې وکړې.

کابلي والا او خداګوا د بالیوډ سینما د هغو فلمونو له جملې څخه دې چې د افغانستان او هند خلکو له لوري په خورا لویه کچه ستایل شوي او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمینځ پر اړیکو یې مثبتې اغېزې درلودلې دي.

پانیپت فلم چې پر احمد شاه بابا ابدالي او د ۱۷۶۱ کال د پانیپت په دریمه جګړه تمرکز کوي، د بالیوډ سینما له لوري په نږدې راتلونکي کې جوړيږي او لوبغاړي یې سنجی دت، ارجون کپور او کریتي سانن دي.

د مهراشترا والي هم د دواړو هېوادونو تر مینځ د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې د بالیوډ فلمونو د ونډې او مثبتو اغېزو په اړه خبرې وکړې او افغان سفیر ته یې ډاډ ورکړ تر څو دا موضوع په بالیوډ کې له اړوندو چارواکو سره شریکه کړي او باور تر لاسه کړي چې هندي سینما د هند او افغانستان د اړیکو د پراختیا په برخه کې خپل کار ته د پخوا په شان دوام ورکړي. د دې تر څنګ، د مهراشترا والي د پونا سینما انسټیټیوټ کې د افغان ځوانانو لپاره د روزنې وړاندیز هم  وکړ.

ډاکټر ابدالي، د مهراشترا والي له دې وړاندیز څخه په مننه، د افغانستان او هند تر مینځ د فرهنګي او تحصیلي اړیکو باندې یې د مثبتو اغېزو په اړه خبرې وکړې او په دې انسټیټیوت کې یې د افغان ځوانانو د معرفي کولو په اړه ډاډ ورکړ.

د دې ناستې په ترڅ کې ډاکټر ابدالي همداراز وړاندیز وکړ تر څو د کندهار او ممبۍ ښارونو تر مینځ د خویندو ښارونه جوړ شي. د مهراشترا والي له دې وړاندیز څخه هرکلی وکړ او د دې موضوع د تعقیب کولو ژمنه یې وکړه.

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn