په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي د روان کال د اپرېل میاشتې په ۹ مه نېته د هند جمهوریت مهراشترا ایالت په ممبۍ ښار کې له مېشتو افغانانو سره وکتل او "ّپښتون بنسټ" یې پرانیستلو.

په هغه لمانځغونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه او پکې شا او خوا ۱۰۰۰ تنو افغانانو ګډون کړی وو، ډاکټر ابدالي د افغانستان او هند تر مینځ فرهنګي اړیکو د لاپیاوړتیا په برخه کې د دوی د ونډې او مسؤلیت په اړه خبرې وکړې.

افغان سفیر همداراز په ممبۍ کې مېشتو افغانانو ته د یو والي او اتحاد سپارښتنه وکړه او له هغوی یې وغوښتل تر څو د لا روښانه راتلونکي لپاره یې ځوانان لوړو زده کړو ته وهڅوي.

پښتون بنسټ (Pashtoon Trust) په ممبۍ ښار کې د مېشتو افغانانو له خوا ۷۰ کاله د مخه جوړ شوی وو او په دې ښار کې د افغانانو د ژوند د کیفیت او یوالي په موخه، پر فرهنګي چارو، لوړو زده کړو، روغتیايي چارو او نورو اسانتیاوو باندې له ځانګړي تمرکز سره یو ځل بیا پرانیستل شو.

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn