په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفارت، د فرهنګي اړیکو لپاره د هند شورا (ICCR)، جواهرلال نهرو پوهنتون او افغانستان-هند بنسټ په همکارۍ د روان زېږدیز کال د مارچ په ۲۰ مه نېټه د ۱۳۹۷ نوی کال د جواهرلال نهرو د فارسي او مرکزي اسیا د مطالعاتو په مرکز کې ولمانځلو.

دا لمانځنه د دواړو هېوادونو د ملي سرود له خپرولو څخه وروسته، په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر په وینا پرانیستل شوه.

د ICCR، جواهرلال نهرو پوهنتون او افغانستان-هند بنسټ له همکارۍ څخه په مننه، ډاکټر ابدالي ټولو ته د نوي کال مبارکۍ وویله او په افغانستان کې یې د نوروز د تاریخچې په اړه خبرې وکړې. افغان سفیر وویل:"نوروز د هغو هېوادونو لپاره چې ترې لمانځنه کوي، تر ټولو زوړ جشن دی چې له بلخ او بومي څخه یې سرچینه اخیستې او د تاریخ په لړ کې له بلخ څخه سویلي اسیا، د ګنګا او جمنا په لور او لویدیځ ته، د عرب دریاب په لور غځیدلی. نن دا تمدن او د هغه انعکاس لمانځو چې هند او افغانستان سره نښلوي."

د دې محفل په ترڅ کې د جواهرلال نهرو پوهنتون د پښتو څانګې هندي زده کوونکو د پښتو ترانو د ویلو سربېره کلاسیک افغانی موزیک او همداراز ملي او محلي نڅاوې وړاندې شوې او مېلمانه د افغاني خوراکونو سربېره په هفت مېوې او نوروزي کلچو ونازول شول.

په دې لمانځنه کې د افغانستان، هند، تاجکستان، ایران، آذربایجان، ازبکستان او یو شمېر نورو هېوادونو محصلینو ګډون کړی وو.

د یادونې وړ ده چې نوروز د زده کړو، ساینس او فرهنګ لپاره د ملګرو ملتونو نمایندګۍ (UNESCO) له خوا په ۲۰۱۰ کال کې د نړیوالې ورځې په توګه وپېژندل شو او هر کال د ګڼ شمېر هېوادونو له خوا د نړۍ په ګوټ ګوټ کې لمانځل کېږي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


 

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn