په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي د شملې په ښار کې د هیماچل پردېش له پوهنتون څخه د روان کال د مارچ میاشتې په ۹ مه نېټه کتنه وکړه. د دې کتنې په ترځ کې افغان سفیر د دې پوهنتون له مرستیال پروفیسور آر اس چوهان او همداراز په دې پوهنتون کې له افغان محصلینو سره وکتل.

د هیماچل پردېش پوهنتون له مرستیال سره د ناستې په ترڅ کې، ډاکټر ابدالي د افغان ځوانانو د ظرفیت جوړولو په برخه کې د دې پوهنتون هڅې وستایلې. افغان  سفیر همداراز د هیماچل پردېش پوهنتون او د افغانستان پوهنتونونو ترمینځ د همکاریو د رامینځ ته کېدو وړاندیز وکړ.

د دې کتنې په ترڅ کې، افغان سفیر د هغو افغان محصلینو سره هم وکتل او هغوی یې وهڅول تر څو له دغه فرصت څخه چې دوی ته ورکړل شوی دی، په اعظمه توګه استفاده وکړي او هېواد ته د خدمت جوګه شي.

وروسته له دې چې د محصلینو ستونزو ته غوږ شو، ډاکټر ابدالي ممتاز زده کوونکي د ستاینلیکونو په ورکولو سره ونازول.

د یادونې وړ ده چې په هیماچل پردېش پوهنتون کې ۵۰ افغان محصلین چې د افغان حکومت کارکوونکي دي، د آی سي سي آر بورسیې له طریقه په زده کړو بوخت دي. 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn