په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي، د روان کار د مارچ میاشتې په ۹ مه نېټه د هیماچل پردېش دولت له اعلی وزیر شري جیرام ټاکر سره وکتل.

په پیل کې دواړو پلاوو د افغانستان او هند د دوه اړخیزه اړیکو او همداراز د دې اړیکو د لا پیاوړتیا په موخه خبرې اترې وکړې.

د دې ناستې په ترڅ کې افغان سفیر د هیماچل پردیش او افغانستان د پنجشیر ولایت تر مینځ د خویندو ښارونو د رامینځ ته کېدو وړاندیز وکړ چې د شري جیرام ټاکر له خوا د ستاینې وړ وګرځېدو او وغوښتل شول تر څو د دې موضوع د تعقیب لپاره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا رسمي تفاهم لیک د هماچل پردیش حکومت ته ولېږل شي.

د افغانستان او هیماچل پردیش تر مینځ د فرهنګي اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره دواړوو لورو د یوه خوراکي فستیوال د جوړولو په اړه هم خبرې اترې وکړې.

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn