په نوي ډيلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي، د فرهنګي روابطو لپاره د هند شورا (ICCR) عمومي مشرې ریوا ګانګلي داس او د (Empowerment) بنسټ مشر کمار ویکاس سکسینا د هند-افغانستان ښځو هنري نندارتون چې په آی سي سي آر کې جوړ شوی وو، د روان ۲۰۱۸ کال د مارچ میاشتې په ۵ مه نېټه پرانیستو.

دا نندارتون چې د هند او افغانستان تاریخي او فرهنګي مشترکات یې په ننداره اېښودل، د ښځو ورځې د لمانځنې په موخه د Empowerment بنسټ له لوري او د افغانستان-هند بنسټ په مالي ملاتړ جوړ شوی وو.  

د دې نندارتون د ځانګړي مېلمه په توګه، افغان سفیر د افغان او هندي ښځو له هنري نقاشیو ستاینه وکړه او په افغانستان کې د ښځو د لاسته راوړنو او له ۲۰۰۱ کال څخه وروسته د افغانستان په پرمختګ کې یې د ښځو د ونډې په اړه خبرې وکړې.

د تاریخ په اوږدو کې د هند او افغانستان تر مینځ فرهنګي او تاریخي مشترکاتو ته په اشارې سره، ډاکټر ابدالي دا اړیکي بې ساري وګڼلې او زیاته یې کړه چې دا زموږ د نسل دنده ده تر څو د اوسنیو شونتیاوو په کارونې سره دا اړیکې لا پیاوړې کړو.

ډاکټر ابدالي له Empowerment  بنسټ څخه په مننې سره د ورته نندارتونو د جوړولو لپاره چې د دواړو ملګرو هېوادونو د فرهنګي اړیکو د لا پیاوړتیا لامل کېږي، هیله څرګنده کړه.

د یادونې وړ ده چې په دې نندارتون کې له افغانستان او هند څخه ۱۰ مېرمنو ګډون کړی وو او خپلې هنري نقاشۍ یې په ننداره اېښودلې وې.

 

 

 

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn