په نوي ډيلي کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوی سفیر ډاکټر شیدا محمد ابدالي، د روان زېږدیز کال د فبرورۍ په ۲۲ مه نېټه په هند کې د امریکې د متحده ایالاتو له سفیر کنیت جستر سره وکتل.

د دې ناستې موخه د افغانستان او امریکې متحده ایالاتو تر مینځ د دوه اړخیزه اړیکو او د دې اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه د خبرو اترو کول وو.

له ۲۰۰۱ کال څخه وروسته د افغانستان په بیا رغونه کې د امریکې متحده ایالتونو د ونډې په ستایلو سره، ډاکټر ابدالي د امریکې متحده ایالتونو سفیر ته په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو په اړه لنډ مالومات وړاندې کړل.

افغان سفیر همداراز د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د امریکې متحده ایالتونو نوې پالیسي وستایله او زیاته یې کړه چې دا پالیسي جامع ده او د هند په شراکت، له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې واضح او روښانه ده.

د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د امریکې متحده ایالتونو نوې پاليسۍ د ژر تر ژره پلي کولو په اړه افغان سفیر د امریکا-هند-افغانستان تر مینځ د درۍ اړخیزه ډیالوګ د رامینځ ته کولو وړاندیز وکړ.

د امریکې متحده ایالتونو سفیر له افغانستان سره د امریکې متحده ایالتونو له ژمنتیا یې اطمینان ورکړ او د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د امریکې نوې پالیسۍ د ژر تر ژره پلي کولو په برخه کې یې د امریکې-هند-افغانستان د دری اړخیزه ډیالوګ پر ارزښت یې ټینګار وکړ

Submit to DeliciousSubmit to DiggSubmit to FacebookSubmit to Google PlusSubmit to StumbleuponSubmit to TechnoratiSubmit to TwitterSubmit to LinkedIn